Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سټولټنبرګ:د تاوتریخوالي کمښت د طالبانو د وړتیا ثابتولو ازموینه ده

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د تاوتریخوالي د کموالي په پار د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې هرکلی کوي او وايي چې دا د طالبانو لپاره یوه ازموینه ده، چې د تاوتریخوالي د کمښت او په سوله کې د رېښتینې همکارۍ لپاره خپله لېوالتیا او وړتیا ثابته کړي.

ورته مهال د ناټو سازمانو په یوې اعلامیه کې چې په همدې اړه خپره شوې ویلي چې د تاوتریخوالي کموالی کولای شي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو او دایمي سولې ته لاره هواره کړي:«دا د تاوتریخوالي د کمښت په برخه کې د طالبانو د لېوالتیا او همدارنګه د سولې لپاره د دغې ډلې د رېښتینې همکارۍ لپاره یوه مهمه ازموینه ه.»

په دغې اعلامیه کې راغلي دي:«دا کولای شي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو، تلپاتې سولې او د دې تضمین چې دغه هېواد (افغانستان) هېڅکله بیا د ترهګرو پر امن پټن ځای بدل نه شي، لار هواره کړي.»

طالبانو او امریکا په دې وروستیو کې هوکړه کړې چې د یوې اووه ورځنۍ دورې لپاره تاوتریخوالی کم کړي؛ ټاکل شوې چې دغه پړاو نن شپه دولس بجې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې د دغه پړاو له بریا وروسته، د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ هوکړه به د کب میاشتې پر لسمه لاسلیک شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم څرګندوي چې د تاوتریخوالي پړاو له پیل سره، دولتي ځواکونه خپل عملیات به ودروي او د تیارسي په حالت کې به وي.

ناټو دم کړۍ په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري چې افغان امنیتي ځواکونو ته په مشورې او روزنې بوخت دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم وايي چې له امریکې سره د دغې ډلې د سولې د هوکړه لیک پربنسټ، ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه ووځي.

شریک یي کړئ