Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ: د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نه‎لري

د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ وایي، که څه هم د افغانستان کړکېچ  له پوځي لارې نه حل کېږي خو باید طالبان هم دا درک کړي چې د جنګ له لارې خپلو موخو ته رسېدای نه شي.

د ناټو دا چارواکی زیاتوي چې په افغانستان کې د ناټو حضور د نړیوالو ترهګرو په مرکز د افغانستان د مخنیوي لپاره دی او د دغه تړون د ځواکونو په حضور کې، القاعده او داعش نه شي کولای په ازادانه توګه په افغانستان کې فعالیت وکړي:«موږ فکر نه کوو چې د افغانستان جګړه دې پوځي حل لاره ولري، خو باور لرو، چې د افغان ځواکونو پياوړي ځواک ته اړتیا لرو ترڅو یوه سیاسي حل لاره پيدا کړو. طالبان باید درک کړي چې هغوی هېڅکله د جګړې په ډګر کې به ګټوونکي نه‎شي؛ باید د خبرو اترو مېز ته راشي او په سیاسي حل لارې هوکړه وکړي.»

بل خوا د امریکا دفاع وزیر وایي، ناټو په افغانستان کې د خپل اوسني ماموریت تشې په ځانګړي توګه د ځواکونو د کمښت د مسلې پر حلولو بوخت دی.

د امریکې دفاع وزیر جېمز مټیس څرګنده کړه:«زه د افغانستان په جګړه کې د تشې د ډکولو په حال کې یم. موږ تراوسه له څو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې یوو، باور لرو چې تراوسه دولسو هېوادونو د خپلو ځواکونو د زیاتوالي ژمنه کړې ده. موږ په سم لوري روان یوو او ډېر کارونه به ترسره شي.»

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې، طالبانو په یوه لیک کې د امریکا خلکو ته په خطاب کې، د سولې خبرو اترو ته د دغې ډلې له چمتووالي خبر ورکوي او زیاتوي چې له زور څخه استفاده د افغانستان وضعیت نور هم پېچلی کوي.

طالبان په دغه لیک کې ادعا کوي چې د امریکې خلک د «جګړې غوښتونکو مشرانو» له لرو سره په نړۍ کې خپل درناوی له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ