Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ د طالبانو او امریکا ترمنځ له اړیکو هرکلی کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټبنرګ د امریکا او طالبانو ترمنځ له اړیکو هرکلی کوي او وايي چې امریکا د افغان سولې بهیر په اړه په نېغه توګه د ناټو تړون والو ته رپوټ ورکوي.

سټولټبنرګ چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۸مه) په یوې خبري ناسته وینا کوله، ټینګار وکړ چې ناټو د سولې بهیر تر څار لاندې لري.
 
هغه په دې اړه زیاته کړه:«د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو په دې اړه (د افغان سولې) بحث کړی او د ناټو تړون والو ته رپوټ ورکړی. سفیر خلیلزاد هم په دې اړه رپوټ ورکړی او له تړونوالو سره یې بحث کړی. او موږ ټول وخت، د مشورې په حال کې یوو، د دې لپاره چې دا دننه په افغانستان کې یوازې د امریکا متحده ایالاتو مسله نه ده، موږ دا باید په یاد ولرو چې هلته (افغانستان) هم ځينې غیر امریکايي ځواکونه حضور لري.»

د ناټو سرمنشي زیاته کړه چې په افغانستان کې زموږ ماموریت له اروپا څخه بهر یو تر ټولو ستر پوځي عملیات په توګه پاتې دی. هغه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ناټو اوسنۍ ماموریت د دې لپاره دی څو افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.

هغه افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل:«موږ فکر کوو تر ټوله غوره لار دا چې د واقعي هوکړې په اړه ډاډ رامنځته شي، دا ده چې موږ د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړو او طالبانو ته پیغام ورکړو چې مو په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره چمتو یوو؛ موږ ژمن یوو او هغوی نه شي کولای د جګړې په ډګر کې ګټوونکي شي.»

هغه زیاته کړه:«هغوی (طالبان) باید مذاکرې په مېز کېني او سوله وکړي. او د دې لپاره، د ناټو پیغام دا دی چې موږ ژمن یوو او موږ له افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو؛ خو په ډاډ سره له هرې هڅې چې د سیاسي حل لارې لپاره وي ترې هرکلی کوو.» 

شریک یي کړئ