Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ: سیمه‎ییز ځواکونه د ترهګرو ځپلو غوره لار ده

د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ د تېره ورځ( د سلواغې ۲۴مه) په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د وزیرانو په ناسته کې ویلي چې افغانستان او ملګرو یې د سیمه‎ييزو ځواکونو پیاوړتیا ارزښت له ترهګرۍ سره په مبارزه کې لیدلی دی.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې:«په افغانستان کې د کلونو کلونو تجربې موږ ته وښودله چې په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره مبارزې غوره لاره دسیمه‎ییزو پولیسو پیاوړي کول دي.» 

نوموړی څرګنده کړې ده چې سږ کال به ناټو افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۱۶ زرو  ورسوي او په دې هېواد کې د ناټو ځواکونو شمېر دزیاتېدو په حال کې دی.

ناټو مخکې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د خپلو شته ځواکونو پر شمېر درې زره نور هم زیات کړي.

سټولټنبرګ همداراز زیاته کړې ده چې د ناټو غړي ډېر شمېر هېوادونه به د ناخالص تولید څخه دوه سلنه په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د خپلې دفاع لپاره ولګوي.

د شمېرو له مخې د ناټو غړو ۲۹ هېوادونو له ډلې ۱۵ یې موخې ته رسېدلي او د اروپا او نورو سیمو دفاع لپاره به خپله بودجه زیاته کړي.

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر، جیمز مټیس ویلي چې د بروکسل په ناسته کې به د چهارشنبې پر ورځ ګډون وکړي او خبرې به وکړي

شریک یي کړئ