Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سټولټنبرګ: ناټو به په افغانستان کې د اړتیا تر حده پاتې شي

د ناټو عمومي منشي وايي چې د دغه تړون ځواکونه به د اړتیا تر حده په افغانستان کې پاتې شي، خو هغه ټینګار کوي چې د ناټو اصلي موخه، د نړیوالو ترهګرو پر پټن‎ځای د افغانستان د بدلېدو مخنیوی دی.

ینس سټولټبنرګ په دې اند دی چې اوس په افغانستان کې، باید د یوې سوله‎ییزې حل لارې د موندلو له هڅو ملاتړ وشي. 

د افغانستان د سولې په اړه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د لومړنیو موافقو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته د ناټو عمومي منشي په یو ډول دغې موضوع ته اشاره کوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه وویل:« موږ په افغانستان کې یو ترڅو د یوې سوله‎ییزې حل لارې او خبرو لپاره لاره هواره کړو، موږ افغان ځواکونو ته د مرستې او مشورې ورکولو لپاره وسیله یو ترڅو په افغانستان کې په خپله امنیت او ثبات ټینګ کړي موږ به د اړتیا له حده زیات هلته پاتې نه‎شو، خو له هغې مخکې داسې وضعیت رامنځته شي چې موږ وکړای شو دا هېواد پرېږدو یا خپل پوځیان کم کړو چې زموږ اصلي موخې ته زیان ونه رسېږي، زموږ اصلي موخه د نړیوالو ترهګرو په امن پټنځاي د افغانستان د بدلېدو مخنیوی دی.»

د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي دا سازمان د افغانستان د سولې په اړه له واشنګټن سره په اړیکه کې دی.

هغه زیاته کړه: «هغه کار چې اوس یې باید ترسره کړو د یوې سوله‎يیزې حل لارې د موندلو لپاره له هڅو ملاتړ دی، موږ له امریکا سره له نږدې په تماس کې یوو، یوه موضوع چې نن به یې په اړه خبرې وکړو د سولې هڅې دي، خو بیا وایو چې زموږ د پوځي شته والي موخه د یوې سیاسي حل لارې لپاره د شرایطو برابرول دي او هیله من یو چې وکولای شو دغې موخې ته ورسېږو.»

له دې سره په یو وخت ملي دفاع وزارت په هېواد کې د سولې د هڅو ترڅنګ د طالبانو په وړاندې د ځانګړو پوځي عملیاتو د دوام خبر ورکوي.

په هېواد کې د وروستیو میاشتو په جګړو کې تر ډېره د جګړې ښکیلو لوریو ته تلفات اړولي دي.

په دې وروستیو کې ملي دفاع وزارت ویلي د ملي اردو ځواکونو د ښې روزنې او همداراز د دغو ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي په موخه د پوځیانو د روزنې لومړنۍ دوره له لسو دوولسو اونیو ته زیاته شوې او همداراز د پوځ د روزنې د مرکزونو پوځي وسایل يې له کابو اتیا سلنې پورې زیات کړي دي.

شریک یي کړئ