Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپينه‎ماڼۍ د سولې خبرو اترو طرحې ملاتړ کوي

د واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې د سپينې‎ماڼۍ د ملي امنیت چارواکي د طالبانو او حقاني بدنامې ډلې سره د اولس کلنې جګړې پای‎ته رسولو په موخه د افغانستان حکومت د سولې کړنلارې ملاتړ کوي.

د حقاني ډله په افغانستان کې پر سیاسي، پوځي او بهرنیو استازولیو د مرګونو او پیچلو بریدونو طرحه کوونکې ده.

د سپینې ماڼۍ  یو امنیتي چارواکي ویلي، په افغانستان کې د سولې جامع پروګرام  باید د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون ټولې ډلې پکې شامل وي ځکه د افغانستان جګړه باید د افغانانو له خوا حل شي. 

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر څو ورځې مخکې دې ورځپاڼې ته ویلي، حکومت باید له هغه چاسره چې د مصلحت وړ وي لکه د حقاني شبکه مذاکره وکړي.

هغه وویل: « مونږ باید له هغو کسانو سره چې د مصلحت وړ وي خبرې وکړو، د حقاني شبکې په ګډون. هغه زیاته کئه: « موږ له هغه چاسره چي د مصحلت وړ نه وي خبرې نه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د جنوري میاشتې په وروستۍ کې د کابل بهیر په ناسته کې طالبانو او وسله‎والو ډلو ته د سولې طرحه وړاندې کړه، که څه هم دې غوښتنې ته تر اوسه ځواب نه دی ویل شوی.

ټاکل شوې د سیمې او نړۍ هېوادونه د دوو ورځو لپاره په ازبکستان کې افغان سولې ته د رسیدو پر څرنګوالي ترسره شي.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د نړۍ هېوادونو او یو شمېر بنسټونو مشران په افغانستان کې د سولې ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سره خبرې اترې وکړې.

تمه ده چې د تاشکند په ناسته کې به د ملګرو ملتونو لوی منشي، انتونیو ګوترش، افغانستان کې د دې بنسټ استازی تدامیچي یاماموتو، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو عالي استازې فدریکا موګریني همداراز د چین ، روسیې،، امریکا متحده ایالاتونو، انګلیس، آلمان، آیتالیا، ترکیې، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.
 
په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د نړۍ هېوادونو او یو شمېر بنسټونو مشران په افغانستان کې د سولې ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سره خبرې اترې وکړې

شریک یي کړئ