Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپينې ماڼۍ له طالبانو سره د مخامخ خبرو سپارښتنه کړې ده

د نیویارک ټایمر راپور له مخې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ خپلو لوړپوړو دپلوماټانو ته سپارښتنه کړې ده چې د ۱۷ کلنې جګړې پای لپاره له طالبانو سره د مخامخو خبرو اترو لاره پرانیزي.

امریکايي چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکا متحده ایالاتونو اوس مهال افغانستان په اړه د خپلې تګلارې پر بیا کتنې بوخته ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې له دې ویلي وه، له امریکا سره مخامخ خبرې اترې غواړي، خو د امریکا ټینګار په دې خبرو اترو کې د افغانستان پر ګډون وه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې اوس مهال افغان او امریکايي چارواکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره د طالبانو ځپلو په موخه اغېزمنه نه وه او د افغانانو په مشرۍ هم د خبرو اترو لړۍ ناکامه ده.

د راپور له مخې که څه هم د خبرو اترو په موخه کومه نېټه نه ده ځانګړې شوې، ځو ښایې د ټرمپ اداره د افغانستان کړکېچ ماتول ژر تر ژره غواړي.

وروسته له دې چې ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ته ورسید افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر ۱۵ زرو ته زیات کړ، خو یو کال وروسته وسله‎والو د ولسوالۍو پر ګواښلو پیل وکړ.

د ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، تېرو څو اوونیو کې لوړپوړو امریکايي چارواکو افغانستان او پاکستان ته سفرونه درلودل تر څو له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرو اترو زمینه برابره کړي.

تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو کابل ته سفر درلود او همداراز په سیمه‎ييزو چارو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز هم له افغان او پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې درلودې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې که څه هم د خبرو اترو په موخه کومه نېټه نه ده ځانګړې شوې، ځو ښایې د ټرمپ اداره د افغانستان کړکېچ ماتول ژر تر ژره غواړي

شریک یي کړئ