Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپکو: امریکایي ځواکونو وتو سره افغانستان کې لاسته راوړنې ګواښیږي

د افغانستان د بیا رغونې څار بنسټ (سیګر) وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتو به دغه هېواد کې د امریکا له پروژو څارنه کمه او د دغه هېواد لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخامخ او له منځه به ولاړې شي.

د یادې ادارې مشر، جان سپکو د امریکا کانګرس ته په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغان ځواکونو شمېر ته په کتو دغه ځواکونه بسنه نه کوي او امنیتي بنسټونه د خلکو د امنیت تامین وړتیا نلري، ځکه دغه ځواکونه د دښمن پر وړاندې زیان منونکي دي او د مرګ ژوبلې له ګواښ سره مخامخ دي.

سپکو همداراز زیاته کړې چې تېرو اتلسو کالو کې د افغانستان بیا رغونې لپاره ۱۳۷میلیارده ډالره لګول شوي دي.

هغه زیاته کړې د یاد لګښته ۶۰ سلنه یې چې ۸۴ میلیارډه ډالره کېږي، د افغان ځواکونو تجهیز او روزنې باندې لګول شوې دي.

د افغانستان د بیا رغونې څار بنسټ د امنیت نشتون، په سیاست کې د قاطعیت نشتون، په ټولنه کې ټولنیز انسجام زیانمن شوی دی او لسیزو جګړې د قانون کمزوري حاکمیت ستونزې رامنځته کړې دي او د اتیا زرو طالب وسله والو ادغام لپاره یې ستونزې رامنځته کړې دي.

سیګر ویلي، که څه هم چې افغان مشرانو غالبآ ویلي چې موخه یې ځان بساینې ته رسېدل دي، خو د هغه په وینا افغانستان دغې موخې ته هېڅ نېږدې نه دی چې وتوانیږي د اوسني دولت او په ځانګړې توګه د پوځ او پولیسو لګښت پوره کړي.

شریک یي کړئ