Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سړې هوا مزار کې د کورنیو بې ځایه شویو ژوند ستونزمن کړی

ځينې هغه کورنۍ چې د جګړې او ناامنۍ له امله بلخ ولایت ته کډه شوي، وايي چې د سوند او خوراکي توګو له کمښت سره مخ دي.

هغوی وايي چې په ستوژمن حالت کې ژوند کوي او جدي مرستو ته اړتی الري.

شمس الله د جګړي د قربانیانو له ډلې دی. پښې یې د دولتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې ژوبلې شوي دي.

هغه پر خپلو پښو د تلو توان نه لري. درې میاشتې کېږي چې د سمنګان له درې صفوف ولسوالۍ نه مزار شریف ته راغلی دی . دی وایي چې په سخت وضعیت کې ژوند کوي.

بې ځایه شوی شمس‌الله وویل:«زموږ اقتصاد ضعیف دی، هېڅ هم نه لرو. تراوسه له موږ سره مرسته هم نه ده شوې.»

خال بي بي د فاریاب له شیرین تګاب او حمېده د جوزجان له قوش تپې ولسوالۍ نه له خپلې کورنۍ سره مزارشریف ته راغلې ده . دوی وایي چې په جګړه کې یې خپل هر څه له لاسه ورکړي دي.

بې ځایه شوې او بلخ ته کډه شوې خال بي بي څرګنده کړه:«درې نیمې میاشتې کېږي چې میزار شریف ته مو کډه کړ ده، پلار، مور، ورور مې د طالبانو له خوا ووژل شول؛ له ستونزو سره ژوند کوو.» 

بې ځایه شوې حمیده هم زیاتوي:«جګړه وشوه؛ زوم مې شهید شو، خاوند مې شهید شو. زموږ ژوند سختمن شو، او دلته راوتښتېدو.»

دا کورنۍ هم د هغو څلورسوه بې ځایه شویو کورنیو له ډلې دي چې ټاکل شوې ده د بلخ د کډوالو چارو ریاست له نغدي مرستو برخمنې شي . دغه کورنۍ وایي چې د خوړو او جامو له کموالي سره مخ دي.

بې ځایه شوی زمان هم وايي:«نه خواړه لرو، نه د سوند توکي؛ هېڅ نه لرو، د خپلو ماشومانو لپاره ښوونځی ن لرو؛ ستونزې زیاتې دي.»

بې ځایه شوی عبدالحمید هم څرګندوي:«سمه سرپناه نه لرو، د خپلو ماشومانو لپاره ښوونځی نه لرو کوم یو یې ووای؟»

د بلخ د کډوالو چارو ریاست شمېرې ښيي چې په وروستیو دوو کلونو کې له فاریاب ؛ سمنګان؛ جوزجان او سرپل ولایتونو نه د جګړو له امله شل زره کورنۍ بې ځای شوې دي.

د بلخ د کډوالو چارو رییس مسعود قادري په ډاګه کړه:«په بلخ ولایت کې څه باندې ۲۰زره کورنۍ بې ځایه شوي دي، موږ وتوانېدو چې د هغوی ډېر شمېری کسان تر پښو لاندې تر پوښت لاندې راولي.»

په دې لړ کې د بلخ له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وایي چې په بلخ کې څلور زره بې ځایه شوې کورنۍ تر کېږدیو لاندیو ژوند کوي.

د بلخ له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس حمیدالله بخشي وویل:«څلور زره کورنۍ په خیمو او یا هم په پرانیستې فضا کې ژوند کوي.»

د هوا په سړېدو سره د جګړو له امله د دغو بې ځایه شویو ژوند سخت شوی دی. دا بې ځایه شوي د بلخ د کډوالو چارو د ریاست د مېلمستون د ودانۍ مخې ته په ساعتونو ناست دي څو مرستې تر لاسه کړي.

شریک یي کړئ