Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سکاټ مېلر: د طالبانو په وړاندې یرغلي عملیات صفر ته رسېدلي

د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د تاوتریخوالي د کمښت د اوه ورځني پېر د پیل په درشل کې، د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې د طالبانو په وړاندې د بهرنیو او افغان ځواکونو عملیات صفر ته رسېدلي دي.

جنرال مېلر چې نن له غرمې مخکې (شنبې د کب په ۳مه) د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو اسدالله خالد او مسعود اندرابي سره کابل کې په یوې ګډې خبري غونډه کې وینا کوله ټینګار وکړ هڅه کېږي چې د تاوتریخوالي کچه تر خپل ممکنه حده کم شي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ته ژمن پاتې شي؛ خو که چېرې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمښت هوکړه تر پښو لاندې شي، امریکايي ځواکونه به د افغان دولتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو د خوځښتونو په وړاندې ودرېږي.

هغه زیاته کړه:«زموږ ټول عملیات اوس دفاعي حالت ته راګرځېدلي دي. موږ خپل یرغلي عملیات درولي دي؛ خو لا هم له خپلو ځواکونو او د افغانستان له دولتي ځواکونو دفاع ته ژمن یوو.»

ملي دفاع وزارت سره له دې چې، د دولتي ځواکونو د عملیاتو له درېدو ډاډ ورکوي؛ خو په دې اړه له شته اندېښنو هم خبر ورکوي. 

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد څرګنده کړه:«دننه په افغانستان کې داسې ګړۍ شتون لري چې هغوی به وغواړي دا فضا مختله کړي، په سیمه کې هم داسې کړۍ شتون لري، خو د دې ټولې پروسې څار په ښه ترتیب باندې کوو.»

تر دې مخکې د افغانستان دولتي ځواکونو هره ورځ په منځنۍ کچه ۱۵ طرحه شوي عملیاتونه ترسره کول؛ خو اوس افغان ځواکونه له پرېکنده ملاتړ ماموریت سره په همغږۍ، د طالبانو ټولې پوځي کړنې تر څار لاندې لري.  
  
د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ مېلر په دې اړه زیاتوي:«باور لرم چې ښې تګلارې لرو څو پر دې پوه شوو چې، زموږ په خوا څه تېرېږي. دا یوه ګډه هڅه ده او موږ په بشپړه توګه راحته یوو؛ چې پوه شوو د تاوتریخوالي کچه تر کومه بریده ده.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم زیاتوي:«موږ په ټول کې امنیتي ځواکونو هدایت اخیستی، د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او حتا د پرېکنده ملاتړ تر ماموریته په ګډه سوق او اداره رامنځته شوې، چې وضعیت له نږدې وارزوي. ټولې هغه پېښې چې کېږي ارزول کېږي. امنیتي ځواکونه د ځان د دفاع او د دې لپاره چې سرغړونه کېږي، په څرګنده لارښونه لري، تیارسی دي چې له ځانه دفاع وکړي.»

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان دا مني چې، د طالبانو او د دولت د نورو وسله والو ډلو د بریدونو پېژندل یو ستونزمن کار دی؛ خو هیله څرګندوي چې، د تاوتریخوالي کمښت دې له ۷ ورځو وروسته هم دوام وکړي تر هغې چې، د افغانانو تر منځ خبرې پیل او یوه تلپاتې اوربند ته لاره هواره شي.

د تاوتریخوالي د کمښت پېر، د تېرې شپې له ۱۲ بجو پیل شو. ټاکل شوې چې په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره د طالبانو په وړاندې د بهرنیو او افغان ځواکونو عملیات درېدلي وي.

شریک یي کړئ