Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سکاټ مېلر: کندهار کې د برید موخه امنیتي ځواکونه وو

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې کندهار کې د تېرې ورځې د برید موخه هغه نه و – هغه برید چې په هغه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دغه ولایت د امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسن خېل ووژل شول.

د پنجشنبې (د تلې ۲۶مه) له غرمې وروسته، هغه مهال کله چې جنرال عبدالرزاق، جنرال سکاټ مېلر، د کندهار والي زلمی ویسا او ځینې نور امنیتي چارواکي د یوې ناستې له پای وروسته د دغه ولایت د والي له دفتره بهر کېدل، په نښه او ډزې پرې وشې. خو ښاغلی مېلر د دغو ډزو موخه امنیتي ځواکونه بولي.

هغه په دې اړه وویل:«زما تحلیل دا دی. چې زه هدف نه وم.هلته فضا ډېره پېچلې وه او فکر نه کوم زه دې هدف وم.»

ښاغلي مېلر له دغې پېښې یوه ورځ وروسته له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل:« له دې بریده مخکې ما د کندهار له خلکو سره خبرې وکړې، هغه پيغام چې د کندهار له خلکو مې ترلاسه کړ یووالی، سوله او پر امنیتي ځواکونو باور په تېره بیا د راتلونکو ټاکنو لپاره تیاری او پر امنیتي ځواکونو اعتماد او د اړتیا په صورت کې زموږ ملاتړ و.»

دغه امریکايي جنرال د جنرال رازق د وژل کېدو د اغېزو په اړه وايي سمې مشرۍ او له خلکو سره خبرو ته جدي اړتیا ده، هغه له افغانستان سره د واشنګټن ژمنه کلکه بولي.

ښاغلي مېلر زیاته کړه:« موږ له خپلو همکارانو سره کار ته دوام ورکوو، موږ به عمومي هدفونو ته پام وکړو چې یوه برخه یې د غوڅ ملاتړ ماموریت دی چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا یې غوښتنه شوې ده.»

هغه د کندهار د پنجشنبې په برید کې د افغانستان د سوېلي حوزې لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندان د احتمالي ټپي کېدو په اړه پوښتنې په ځواب کې وايي په دغه برید کې دوه امریکایان ټپيان شوي او نه غواړي په دې اړه لازیات جزییات ورکړي.

د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د جمعې په ورځ د کابل ښار په واټونو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره چې د امنیت په ټینګښت بوخت دي وکتل. او څرګنده یې کړه چې کندهار کې د پنجشنبې ورځې برید پر افغان امنیتي ځواکونو برید و.

شریک یي کړئ