Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي استازولیو ته د نویو کسانو معرفي کولو لپاره د ولسمشر پرېکړه

طلوع نیوز د نومونو هغه نوملړ تر لاسه کړی چې ټاکل شوې چې له هېواده بهر مهمو سیاسي استازولیو کې وګومارل شي.

د دغه نوملړ پر بنسټ، لاندني کسان له هېواده بهر په مهمو سیاسي استازولیو ته په پام کې نیول شوي دي.

د ملي امنیت د سلاکار پخوانی مرستیال سلیمان کاکړ د هند په حیدر آباد کې  جنرال کونسل په توګه وګومارل شي.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې غړی او د هرات پخوانی والي آصف رحیمي په هالنډ کې د سفیر په توګه وګومارل شي.

په هالند کې د افغانستان سفیر همایون عزیزي به په فرانسه کې د سفیر په توګه وګومارل شي.
 
د ولسمشر غني سکرټر مختارالله مختار په کاناډا کې د افغانستان د سفارت د مختار وزیر مستشار په توګه به مقرر شي.

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال مسعود عزیري په دوبۍ کې جنرال کونسل په توګه به وګومارل شي.

د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د غړي میرداد نجرابي وراره عبدالهادي نجرابي په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر مرستیال په توګه به وګومارل شي.

صفت رحیمي په بروکسل کې د افغانستان د سفارت مستشار به په مونشن کې د جنرال کونسل په توګه وګومارل شي.

ظاهر اغبر په تاجیکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه وګومارل شي.

په همدې ترتیب سره د ولسمشر د دفتر مرستیال ویس هدایت په کاناډا کې د افغانستان د سفارت د مستشار په توګه وګمارل شي.

 تر دې وړاندې د لویې څارنوالۍ کارکوونکی او د ویس هدایت ورور هم د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازي د مستشار په توګه ګومارل شوی دی.
 
سرچينې وایي چې دا بست نه و او د بهرنیو چارو وزارت دا بست د ولسمشر د دفتر د مرستیال لپاره رامنځته کړ.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وویل:«د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۴ بند پر بنسټ، ولسمشر په بهر کې د سیاسي استازولیو او همدارنګه د نړیوالو سازمانونو د مشرانو د ګومارلو واک لري.»

خو اجرایه ریاست د ولسمشر دا کار په بهرنیو چارو وزارت کې چاڼ او تصفیه ګڼي.

د اجرایه رییس ویاند مجیب رحیمي څرګندوي:«ورته مهال دا چې موږ ته د منلو نه ده، په افغانستان کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې هم مرسته نه شي کولای. او د انحصارګرایۍ او چاڼ یو ډول نندارې وړاندې کول هم دي.»

یوه نیوکه دا ده چې د بهرنیو چارو وزارت ځينې رییسان او کارکوونکي له کلونو راهیسې له هېواده بهر د ماموریت د ترلاسه کولو په تمه دي لکه په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر سلطان احمد بهین له څه باندې پنځوکلونو راهیسې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ دایمي استازې اصیلا وردګ له څه باندې پنځو کلونو راهیسې، د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني ریاست رییس صابر بریا له څه باندې شپږو کلونو راهیسې، پنځم سیاسي رییس او په قطر کې د افغانستان پخوانی سفیر خالد ذکریا له اتو کلونو راهیسې، د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو همکاریو رییس امیر رامین له څه باندې څلورو کلونو راهیسې او د بهرنیو چارو وزارت فرهنګي رییس توریالی غیاثي له څه باندې اوو کلونو راهیسې له هېواده بهر د ماموریتونو په تمه دي.

خو سرچینې نیوکه کوي چې ولسمشر ته نژدې سرچینې د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته له دې پرته چې د بهرنیو چارو په وزارت کې کار وکړي په بهرنیو هېوادونو کې ګومارل کېږي؛ دا سرچینې په بلجیم کې د افغانستان د سفیر نظیف الله سالارزي، هالنډ کې د افغانستان د سفیر همایون عزیزي او صفت رحیمي په څېر کسانو یادونه کوي چې له یوه هېواده بل هېواد ته بدل شوي دي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني ولید تمیم چې په لویې څارنوالۍ کې د فساد او اختلاس دوسیه لري؛ په هند کې د افغانستان سفارت ته معرفي کړی و، خو هند د ولید تمیم اګریمان تایید نه کړ او اوس دا سرچینې وایي چې معصوم ستانکزی په هند کې د افغانستان د سفارت لپاره یو بل غوراوی دی؛ معصوم ستانکزی د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو پر وژل کېدو له نیوکو وروسته اړ شو چې استفعا وکړي.

اجرایه ریاست وايي چې په دغه نوملړ کې د هغو کسانو نومونه لیدل کېږي چې ولسمشر غني ته نږدې دي او همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ دا کار بهرنیو چارو وزارت کې یو ډول «چاڼ او تصفیه» ګڼي.

شریک یي کړئ