Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاف د طالبانو جګړه ناروا ده او باید پای ته ورسېږي

پخوانی جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د حکومت او طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند د خواشینۍ لامل بولي خو ټینګار کوي چې په هېواد کې باید په دایمي ټوګه اوربند اعلان شي.

ښاغلي سیاف چې د کوچني اختر لمانځ له ادا کولو وروسته خبرې کولې، په افغانستان کې د طالبانو جګړه ناروا بولي او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې دغه جګړه پای ته ورسوي.

ښاغلي سیاف، همدارنګه ځانمرګي بریدونه او چاودنې حرامې بولي:«موږ له مخالفو وسله‎والو غواړو چې دغه جګړه ناروا ده او دا جګړه کې بنده کړي. او د خلکو لپاره واجبه ده او دا د خلکو مسوولیت دی چې یو پرېکنده تصمیم دې ونیسي او ودې وايي چې دا جګړه بنده ده.»

دغه پخوانی جهادي مشر د خپلو ویناو په بله برخه کې، له خلکو غواړي چې په ټاکنو کې دې ګډون وکړي او د خپلو رایو له پېر پلور څخه دې ډډه وکړي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د ټاکنیزو درغلیو مخه دې ونیسي .

هغه زیاته کړه:«نور دې د خلکو په هوډ او اراده کې لاسوهنه ونه کړي او پرېږدي چې خلک په خپله پرېکړه وکړي او خپله رایه د دیني توجیهاتو په مطابق استفاده کړي. او حکومت باید درغلۍ، دوکې او حیلې ته د زمینې برابرولو څخه ډډه وکړي او د دغه کار مخه ونیسي.»

له دې سره جوخت، ښاغلي سیاف د خلکو په منځ کې د نفاق له زیاتوالي په اندېښنې سره وویل چې د قوم، دین، ملت او ژبې تر نامه لاندې د نقاق رامنځته کول په هېواد کې ډېر خطرناکه او تباه کوونکې دي.

شریک یي کړئ