Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: څه باندې ۱۵ مېلیارده افغانۍ افغانستان کې تالاترغۍ شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارنیزه اداره یا سیګر وايي چې په افغانستان کې د ۱۱ کلونو په لړ کې ۱۵ مېلیارد او ۵۰۰ زره ډالره تالاترغۍ شوې دي.

خو دغه بنسټ ادعا کوي چې دا ځل دا لومړنی اټکل دی او شونې ده دا یوازې د دغې شمېر یوه برخه وي.

د امریکا د کانګرس غړو وړاندیز کړی چې سیګر اداره دې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د امریکا حکومت لګښتونه وارزوي ترڅو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د فساد او جعل کچه څرګنده کړي.

په دغه لیک کې چې تېره اوونۍ د امریکا کانګرس ته استول شوې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان اف ساپکو وویل چې هغوی په افغانستان کې له ۲۰۰۸ مه تر ۲۰۱۷ زیږدیز کال پورې تالاترغۍ شویو، جعل شویو او ناوړه استفاده شویو پیسو شمېر څېړلی دی.

هغه وویل:«د سیګر موندنې ښيي چې ۱۵ مېلیارده او ۵۰۰ زره ډالره حیف او میل شوي، درغلۍ یا ناوړه استفاده شوې او دا د بیارغونې لپاره د حکومت ناکامې هڅې ښيي او دا په دې مانا دی چې له ۵۲ مېلیارد او ۷ مېلیون ډالرو څخه ۲۹ سلنه څېړل شوې دي.»

هغه همدارنګه وویل چې د سیګر څېړونو د تالاترغۍ، درغلۍ او ناوړه استفادې ۶۴۳ موردونه موندلي دي.

هغه زیاته کړه چې سیګر به د دغو مالوماتو د څرګندولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د هغه رپوت به هر کال وړاندې کړي. خو د هغه په وینا، د هغوی څېړنې د امریکا د کانګرس د لیک په ځواب کې یوازې تړلې برخې او موردونه په ځان کې رانغاړي.

د امریکا د کانګرس له درې غړو یو والټر جونز چې د څېړنې دا وړاندیز یې کړی، افغانستان یې د امریکايي مالیه ورکوونکو لپاره توره کنده بللې ده.

هغه وویل:«د امریکا خلک په دې اړه د ډېر پوهاوي ارزښت لري چې د دوی پیسې چېرته ځي.»

شریک یي کړئ