Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر ۲۰۱۹ کال وروستیو کې د طالبانو له بې مخینه بریدونه وايي

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو څار بنسټ(سیګر) په خپل تازه راپور کې، افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي خبر ورکوي.

سیګر دغه راپور کې ویلي دي چې طالبانو د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په وروستیو دریو میاشتو کې ۸۲۰۴ بریدونه کړي دي.

د راپور له مخې دغه شمېر د تېر ۲۰۱۸ کال پر تله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښیې، په داسې حال کې چې د تېر کال همدغې مودې کې طالبانو افغانستان کې ۶۹۷۴ بریدونه کړي وو.

د طالبانو بریدونو دغه زیاتوالی هغه مهال ښودل شوی چې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لخوا د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ودرول شوې او همداراز د تېر کال سپټمبر میاشت کې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې وې.

د سیګر راپور له مخې دغه بریدونه تر ډېره د افغانستان په شمال ختیځ کې شوې دي.

د راپور بله برخه کې راغلي، دا څرګنده نه ده چې د طالبانو بریدونه ده د دوی تر ولکي لاندې سیمو کې د اساسي بدلون لامل شوی وي او که نه؟ ځکه د امریکا حکومت د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو په تړاو په منظم ډول د ارزونې په تړاو راپور نه ورکوي.

له دې سره افغان سیاستوال تمه لري چې زلمی خلیلزاد له حکومتي مشرانو او سیاستوالو سره تر کتنو وروسته، د تاوتریخوالي د کمښت طرحه وروستۍ کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغی.

هغه له ولسمشر غني سره ولیدل او حامد کرزي او ځینو نورو سیاستوالانو سره ولیدل.

ورته مهال پاکستان کې د افغانستان مخکني سفیر، عمر زاخېلوال هم له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته په یوه ټویټ کې ویلي چې، له طالبانو سره په خبرو کې له هیله بښوونکو پرمختګونو اورېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرمانۍ او د امریکا متحده ایالات د "تاوتریخوالي پر کموالي" او اوربند په اړه هم واحد لیدلوری نه لري.

ولسمشر ماڼۍ د طالبانو له لوري د اوربند ټينګښت د سولې خبرو اترو شرط یاد کړی، خو امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو له خوا حتا د تاوتریخوالي کمښت چې په پای کې په اوربند پای ته ورسېږي هم به د منلو وړ وي.

ښاغلي خلیلزاد له عبدالله عبدالله او همدارنګه ځينو نورو سیاستوالو سره په جلا توګه لیدلي دي.

په همدې حال کې سرچینې وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې اترې داسې حساس پړاو ته رسېدلي او لوري د یوې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره سره سلامشورې کوي.

د سیګر راپور له مخې د۲۰۱۹ زیږدیز کال وروستیو دریوو میاشتو کې د ۲۰۱۸ کال همدې مودې پر تله د طالبانو بریدونه ۱۷ سلنه زیات وو

شریک یي کړئ