Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې دامنیتي وضعیت له خرابېدو اندېښنې

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دغې جرګې د چهارشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې د هېواد په شمالي او شمال ختیخو ولایتونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښمن دي.

دغه استازي ټینګار کوي چې  کمزوری مدیریت، د سیمه‎يیزو مسؤولینو په ګمارلو کې د کسانو ظرفیتونو او توانمنۍ ته بې پامي او فساد د دې لامل شوی چې خلک د هېواد په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې له تدریجي مرګ سره مخامخ شي.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې فاطمه عزیز وايي:«هغه اړیکې چې خلکو له موږ سره لرلې ویلي چې پیغام یې ولسمشر ته ورسو. هغوی ویلي چې موږ یو ځای ته یوسئ او هلته موږ ته اور واچوئ ترڅو له دغه حالت څخه خلاص شو.تر دې کچې خلک له خپل ژوند څخه ستومانه شوي دي.»

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي وايي:«بله ستونزه چې شته، د امنیتي ځواکونو توانمني او مدیریت دی او هغو ستونزو ته په پاملرنې چې په ټولنه کې شتون لري ګمارنې او لیرې کونې ترسره شي د امنیتي ځواکونو په وړاندې یوه بله ننګونه ده.»

خو د امنیتي ننګونو ترڅنګ، له اداري فساد سره د حکومت د مبارزې څرنګوالی هم د ولسي جرګې له غبرګون سره مخامخ شو.

د ولسي جرګې استازی نذیر احمدزی وايي:«له ولسمشر څخه زموږ هیله دا ده کړنه وکړي نه شکایت؛ موږ شپه او ورځ شکایتونه ولسمشر ته کوو او هغه باید ورته حل لاره پیدا کړي.»

د ولسي جرګې استازي قیوم سجادي هم څرګنده کړه:«که‎چېرې موږ ټول ریښتیا وایوو چې له فساد سره مبارزه کوو، له حکومت څخه په څرګنده وغواړي چې له فساد سره د مبارزې مشخصه طرحه پارلمان ته واستوي.»

شریک یي کړئ