Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شمال کې د عملیات لپاره دامریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو چمتووالی

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي چې ټاکل شوې ده د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو د په نښه کولو لپاره، ځانګړي هوايي او ځمکني عملیات په لاره واچول شي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغو عملیاتو په ځينو برخو کې، افغان او امریکايي ځواکونه په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې داعشیان به په نښه کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«په دې اړه پلان جوړ شوی، کشفي او استخبارتي بهیر هم بشپړ شوی دی.»

که څه هم له دې مخکې چارواکو په فاریاب ولایت کې د داعش شتون رد کړی دی خو اوس مهال راپورونه شته دي چې د ۱۴۵ کسیزې وسله والې ډلې مشر قاري حکمت الله د فاریاب ولایت په څنډه د جوجوزجان په قوش تیپه ولسوالۍ کې شتون لري چې د داعش په ملاتړ فعالیت کوي.

د فاریاب والي محمد همایون فوزي وايي:«بهرني ځواکونه او د ازبکستان مخالفان او د نورو هېوادونو مخالفان چې په افغانستان کې جګړه کوي، دوی ټول دلته شتون لري.»

ځانګړي افغان ځواکونه د دې عملیاتو د پيل په اړه څه نه وايي خو ټينګار کوي چې تازه د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پرمهال يي یو شمېر وسله وال وژلي دي.

د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو ویاند جاوېد سلیم څرګنده کړه:«د یوه بل ځانګړي شپني عملیات په ترڅ کې چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې لرل، د ترهګرو څلور تنه مو ووژل او شپږ تنه نور مې ټپيان کړل او زموږ عملیات په شمال او شمال ختیځو برخو کې دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت، د ولایتي شورا ځیني غړي ادعا لري چې داعش جنګیالیو د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې کانونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د هیواد په شمالي برخوکې امریکايي او افغان ځانګړوځواکونو د ترهګرو ځپلو ته مټې رانغښتې. د فاریاب والي وايي چې په دغه ولایت کې داعش ډله په پراخه کچه حضور لري.

شریک یي کړئ