Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شنوونکي: افغان حکومت باید د سولې لپاره څرګنده تګلاره ولري

تر څه موده مخکې حکومت او امریکا هیله لرله چې طالبان له اولسو کلو جګړې وروسته بالاخره د سولې لار خپله کړي.

ولسمشر غني ان پر غزني د طالبانو د څلور ورځنیو مرګوني بریدونو سربېره له هغوی سره د دویم ځل لپاره د اوربند وړاندیز وکړ خو طالبانو بیا دغه وړاندیز رد او د روسیې په بلنه مسکو غونډې ته یې لبیک وویل. ټاکل شوې دغه غونډه تر راتلونکو لسو ورځو د افغانستان حکومت او امریکا د استازو له ګډون پرته مسکو کې جوړه شي.

بل پلو په کابل کې د روسیې سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، امریکا یوازې په هغو غونډې کې ګډون کوي چې مشري یې پرغاړه او د واشنګټن په ګټه وي.

له دې ټولو سره، ځينې کارپوهان وايي چې د افغان حکومت په نشتون کې د غونډو له جوړولو سره، په نېغه توګه له طالبانو سره د خبرو اترو لاره تړل شوې ده.

د نړیوالو اړیکو دا کارپوهان په دې باور دي چې حکومت دې د سولې لپاره یوه مشخصه او څرګنده تګلاره جوړه کړي او د داراز ناستو مشري په خپله وکړي.

د نړیوالو چارو کارپوه دین محمد نظري په دې اړه څرګنده کړه:«طالبانو چې په دغو ۱۶ -۱۷ کلونو کې په داشان نړیوالو غونډو کې ګډون ونه کړ... د مسکو په غونډه کې د هغوی ګډون طبیعتاً د هغوی لپاره نوښت او بریا حسابېږي.»

داراز امریکا له دې مخکې ویلي و، دغه غونډه په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره هیڅ راز مرسته نه شي کولای.

اخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون له امله نیوکه کړې وه او دوی وايي، طالبانو د نېغو خبرو اترو او سولې لپاره نړیوالو او سیمه‎ییز اصولو ته درناوی نه دی کړی.

خو کارپوهان ټینګار کوي چې افغان حکومت دې د دې پرځای چې د نورو هېوادونو په تمه وي چې میکانیزم جوړ کړي، په خپله باید لاره او چاره ولټوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بصیر یوسفي وویل:«اړتیا ده چې افغانستان په خپله د ځان لپاره د سولې پالیسي غوره کړي؛ نه هغه د سولې پالیسي چې امریکا زموږ لپاره انتخاب کړي، یا روسیه یې انتخاب کړي او موږ د روسانو د غوښتنې پر بنسټ او یا هم د امریکایانو د غوښتنو پر بنسټ، مذاکره وکړو.»

د نړیوالو اړیکو شنوونکی رحمت الله بېژن پور هم وايي:«د سکې پر شا روسان لوبه کوي او د سکې پر مخ امریکایان. ستونزه دا ده چې افغانستان سولې ته اړتیا لري او افغانستان باید د سولې فورمول دې جدي او جوړونکی جوړ کړي ترڅو ژر تر ژره اغېزمنه وي.»

تمه کېږي، د مسکو په غونډه کې د دولسو هېوادونو د بېلګې په توګه د روسیې، ایران، پاکستان او ازبیکستان او همدارانګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعباس ستانکزي په مشرۍ د دې ډلې د څلور کسیزه پلاوي د استازو ترمنځ د سپټمبر په څلورمه جوړه شي.

شریک یي کړئ