Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شونې ده د افغان دولت مرکچي پلاوی د پنجشنبې په ورخ قطر ته سفر وکړي

له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ځینې غړي وايي چې دغه پلاوی به د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره پنجشنبې قطر ته لاړ شي.

هېوادوال تمه لري چې له طالبانو سره د سولې خبرې په پټه نه، بلکې په یوې پرانیستې فضا کې ترسره کړي.

د دغه پلاوي غړي وايي، دوی یوه مهم پړاو ته دننه شوي او اړتیا ده چې، سولې ته د رسېدو لپاره ټول لوري نرمښت وښيي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحفیظ منصوري په دې اړه وویل:«که چېرې طالبان دا چې د افغانستان په راتلوونکي کې یو مثبت رول ولوبوي، د افغانستان په اداره کې ونډه ولري، بالاخره په راتلوونکو ټاکنو کې دوی نوماند ولري، د افغانستان پارلمان ته دې راشي، ولایتي بنسټونو ته دې راشي، هغوی باید د اوربند او د جګړې پرېکون ته فکر وکړي.»

له طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی ډاډ ورکوي، چې دوی به د خبرو اترو د پرمختګ په اړه هر ډول معلومات له خلکو سره شریک کړي. 

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي هم څرګندوي:«د افغانستان خلک باید ډاډ ولري چې ټول هغه موردونه او مسایل چې د دوی د اندېښنې په توګه مطرح کېږي، د هغوی د معقولو او مشروع غوښتنو په توګه به مطرح شي، مرکچي پلاوی دې ته متوجې دی.»

په داسې حال کې چې پتېیل کېږي، تر راتلونکو څو ورځو پورې د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي؛ هېوادوال په تمه دي چې د دغو خبرو ټول جزییات له خلکو سره شریک شي.

د کابل اوسېدونکی رحیم وايي:«بهیر دې روڼ وي او هغه لاسته راوړنې چې په خبرو اترو کې وي باید په علني توګه وي او خلک خبر وي چې اندېښنې لرې شي.»

د کابل بل اوسېدونکي نصرالدین هم وویل:«سل په سلو کې هغه سوله غواړو چې زموږ سرحدونه خوندي وي او ټول افغانان خوشحاله وي.»

د لوګر اوسېدونکې رابعه چې د افغانستان په جګړو کې یې خپل شپږ زامن له لاسه ورکړي په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت غوښتونکې ده؛ خو په وینا یې نه ښايي چې د سولې خبرې په پټه مخته یوړلې شي. 

هغه زیاتوي:«زموږ د خاورې ځوانان هره ورځ د شهادت جام څښي؛ موږ سوله غواړو چې پایداره سوله وي، هغه سوله غواړو چې روښانه وي او د پردې تر شا نه وي.»

د افغانستان د مدني ټولنو ټولګې رییس عزیز رفیعي وویل:«خلک د خپل برخلیک او راتلوونکي په اړه اندېښمن دي، که چېرې حکومت او مرکچي پلاوی وکړای شي په ډېره رڼه توګه بیا خلکو ته رپوټ ورکړي؛ له بده مرغه هغه اعتماد او ملاتړ چې خلک یې پر هغوی وکړي، له منځه تللی دی.»

له دغو ټولو اندېښنو سره سره، د ناټو لوی منشي له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر سره په جلا جلا ټېلفوني اړیکو کې ویلي چې، د جګړې ښکېلې خواوې باید د سولې په برخه کې له تاریخي موکې اغېزمنه ګټه واخلي.

شریک یي کړئ