Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شونې ده چې راتلوونکی کال د افغانستان - امریکایی پوهنتون وتړل شي

«سي ان ان» شبکې د درې سرچینو پر حوال یې لیکلي چې شونې ده راتلوونکی کال د افغانستان - امریکایی پوهنتون د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.

د افغانستان - امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ زکال کابل کې جوړ شو او یوازینی مرکز دی چې د لوېدیځه بڼه روزونه ورکوي.

«سي ان ان» شبکې د درې سرچینو پر حواله لیکلي چې شونې ده راتلوونکی کال د افغانستان - امریکایی پوهنتون د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.

د سي ان ان د رپوټ پر بنسټ د افغان- امریکايي پوهنتون د مسوولانو له قوله ویلي، د یاد پوهنتون ۶۰ سلنه امریکا ورکوله، خو سږ کال تر دې دمه ورسره امریکايي چارواکو د بودیجې د ورکړې ژمنه نه ده کړې. دا پوهنتون د کال ۲۸ مېلیونه ډالر لګښت لري.

هغو سرچینو چې له سي ان ان سره مرکه کړې ویلي که چېرې تر اپرېل میاشتې د دغه پوهنتون د بودیجې د ورکړې تړون ونه شي د دغه پوهنتون کارکوونکي به خپلې دندې پرېږدي. 

د افغانستان - امریکايي پوهنتون په ۲۰۱۶ز کال کې د یوه پېچلي ترهګریز برید موخه وګرځېد چې په هغه کې ۱۶ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپيان شول.

ورته مهال، د دغه پوهنتون دوه ښوونکي هم د طالبانو له خوا وتښتول شول - هغه استادان چې موده مخکې د طالبانو له درې مهمو غړو - انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید سره تبادله شول.

د افغانستان- امریکايي پوهنتون خبرداری ورکړی که ورته جلاشوې بودیجه ور نه کړل شي، دا پوهنتون به سږ کال له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان پاتې شي.

شریک یي کړئ