Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"شونې ده چې ټرمپ په جنګي جرایمو تورن سرتېري وبښي"

نیویارک ټانمز روځپاڼې، د ځینو امریکايي چارواکو پر حواله ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد له عدلیې وزارت څخه غوښتي دي چې د هغو امریکايي سرتېرو دوسیې چې په جنګي جرمونو تورن دي د بښنې طی مراحل واک هغه ته ورکړي.

د دغه رپوت پر بنسټ، ځينې کسان چې شونې ده تر راتلوونکې یوې اوونۍ پورې هغوی عفو شي، حتا محکمې ته هم نه دي تللي.

د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ یو له سرتېرو چې ټاکل شوط ده وبښل شي مټیو ګولسټين دی. هغه کس چې په د ۲۰۱۰ کال  افغانستان کې د یوه افغان ولسي وګړو په وژلو تورن دی.

د افغانستان د ولسي جرګې ځينې غړي ګواښ کوي که‎چېرې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو جنګي جرمونه له پامه وغورځول شي، دا کار به ناوړه پایلې له ځان سره ولري.

ځينې امریکايي حقوق پوهان هم ګواښ کوي که‎چېرې ټرمپ دا پرېکړه وکړي دا کار د امریکا قانوني نظام مشروعیت ته زیان رسوي. 

د ټرمپ د دغه احتمالي پرېکړې اصلي انګېزه او دلیل روښانه نه دی. سپينه ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت د نیویارک ټایمز د دغه رپوټ په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هم ګواښ کړی و، د سزا نړیوالۍ محکمې هغو څېړونکو ته چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په وړاندې د جنګي جنایتونو تورونه وڅېړي، د امریکا ویزه به ترلاسه نه کړي. 

دغه امریکايي سرتېري په افغانستان او عراق کې په جنګي جرمونو او د ولسي وګړو پر وژلو تورن دي.

شریک یي کړئ