Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: امریکا له افغانستانه نه بهر کېږي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي چې امریکا له افغانستان څخه نه وځي او دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري.

ښاغلي صالح د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به د افغانستان له خاورې ووځي وویل:«امریکا له افغانستانه نه وځي. دا ورته اسټراټېژیکو او جیوسټراټېژیک کټو، اقتصادي، سترو سیمه یزو مسایلو بحث دی. نه بهر کېږي، ولې شي؟ دلته بیه نه پرې کوي. دلته مرګ ژوبله نه ورکوي. لګښت یې ډېر کم شوی، امریکایان د ملي پوځ د وسایطو په رغولو یو مېلیارد ډالر لګوي، موږ حاضر یوو چې هغه په سل مېلیونو کې ترسره کړو.»

هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې ټيګار وکړ چې نه کېږي ډونلډ ټرمپ په سیاست کې معیار وټاکو. او په سیاسي نړۍ کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ «چال چلند نورمال»نه ګڼي.

په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره د واشنګټن نژدې کېدو بحثونه راپارولي دي، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح له طلوع نیوز سره په مرکه کې په دې تړاو د ډونلډ ټرمپ سیاستونو ته په بل  نظر ګوري.
 
ښاغلي صالح زیاته کړه:«په سیاسي نړۍ کې ټرمپ د چلند له پلوه یوه نوې پدیده ده، تاسې هغه (ټرمپ) معیار نه شې ټاکلی. د سیاست په نړۍ کې د ښاغلي ټرمپ چال چلند نورمال نه دی.»

نوموړی د سولې د خبرو لپاره مهال وېش له پوښتنې سره مخ کوي.
 
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي:«موږ د هېڅ وخت په قید کې هېڅ مهال وېش نه یوو، تر هغې چې ډاډه شوي نه یوو چې په دې سوله کې د ملت عزت تامینېږي موږ د هېڅ ځواک د مهال وېش او تقسیم اوقات پر مطابق مذاکرې ته نه حاضرېږو.»

د سولې د خبرو په تړاو د حکومت او طالبانو تر منځ د نظرونو اختلاف هم یوه بله هغه مساله ده چې په دې مرکه کې د امرالله صالح له لوري رابرسېره کېږي.

هغه وویل:«یوه نقشه ده چې موږ یې لرو او یوه نقشه ده چې طالبان یې لري. موږ له دې فریضې سره نه ځو چې حتماً به طالبان زما حل لار مني او د طالبانو حل لار موږ منو، خو دلته چې کله زه وایم نظام دې وساتل شي، د دې نظام معنا پوهنه ده، اقتصاد دی. وګورئ طالبانو تر ننه له جګړې پرته د دوی د اقتصاد په اړه دوه پاڼې په مانېفسټ کې شامل نه دي.»

بلخوا د افغان حکومت دا چارواکی د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې د پرمختګونو یادونه کوي، خو پاکستان لا هم یوه ستونزه بولي.

ښاغلي صالح څرګنده کړه:«ما دوه درې میاشتې مخکې یو ۳۰ - ۴۰ پاڼيز اسناد ترلاسه کړل«د اوبو په هکله د پاکستانیانو بحثونه» د بېلګې په توګه یو غلط اخیستون لري وايي که چې افغانستان ثبات پیدا کړي د کونړ سیند چې هغوی (پاکستانیان) ورته د چترال سیند وايي پر موږ وچېږي او زموږ اقتصادي وده د کال درې سلنه کمېږي له همدې امله موږ باید اجازه ورنه کړو چې په افغانستان کې هېڅکله دولت پياوړی وي.»

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دغو خبرو په تړاو بېلابېل نظرونه څرګندېږي.

د ولسي جرګې غړی ګل‌رحمان همدرد وايي:«حکومت د خلکو استازی دی او باید په خپلو څرګندونو کې د خلکو ګټه په پام کې ونیسي؛ نه شخصي، سمتي او احساساتي مسایل! نن نړۍ یو کلی شوی او په دې کې هېڅ شک نشته چې امریکا په افغانستان کې د اوسني نظام په راوستو او رامنځته کېدو کې، پانګونه کړې ده.»

خبریال نظري پریاني هم وویل:«سولې ته رسېدل، سیاسي هوډ ته اړتیا لري. د حکومت په ګډون تراوسه هېڅ لوري، سولې ته د رسېدو لپاره هغه لازمي هوډ نه دی ښودلی او دا د بې اعتمادۍ وروستۍ حد څرګندوي.»

بل خوا امرالله صالح په دې باور دی چې کابل له واشنګټن پرته هم تر اوسه توانېدلی دی چې په بېلابېلو برخو کې په بریالیتوب سره چارې ترسره کړي.

صالح: امریکا له افغانستانه نه بهر کېږي

امرالله صالح په دې باور دی چې کابل له واشنګټن پرته هم تر اوسه توانېدلی دی چې په بېلابېلو برخو کې په بریالیتوب سره چارې ترسره کړي.

شریک یي کړئ