د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي د امریکامتحده ایالتونو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد؛ د افغانانو په استازیتوب له طالبانو سره د سولې د خبرو صلاحیت نه لري.
صالح وايي له طالبانو سره خبرې اترې باید د افغان حکومت او خلکو په مالکیت وشي، په وینا يې زموږ هېوادوال هیڅ ډول پټه معامله نه مني.
هغه چې نن سهشنبه (د تلې ۲۴مه) کاپیسا کې خلکو ته خبرې کولې، د زلمي خلیلزاد او طالب مشرانو تر منځ د خبرو پر څرنګوالي يې نیوکې وکړې.
صالح وویل، د دې خبرو له څرنګوالي حتی پخپله ولسمشر هم خوښ نه دی.
هغه وویل: «موږ هغه وخت دا مذاکره منو، چې زموږ د ملت استازی هم پکې موجو دوي او موږ یو ځل بیا دوکه نه شو او بیا پر تاریخي بدعت اخته نه شو، جنګ ګټو او مذاکره بایلو.»
ښاغلی صالح که څه هم ټاکنیز بهیر له درغلیو ډک بولي او ټینګار کوي چې ډېرې بایومټریک دستګاوې به کار ورنه کړي، مګر بیا هم پر خلکو غږ کوي چې د ډېموکراسۍ د تمثیل لپاره په ټاکنو کې برخه واخلي.
صالح وویل: «په دې هېواد کې میلیونونه میلیونونه تقلبي او خیالي رایې شته، نو موږ سره له ټولو تخنیکي ستونزو، ټولو بې باوریو، بیا هم د دې ټاکنو هرکلی کړی او کوو يي.»
په همدې حال کې د کاپیسا اوسېدونکي له اوسنیو ستونزو د وتلو یوازینۍ لار د هېوادوالو یووالی بولي.
دیني عالم فضل الرحمن وویل: «د دې تر څنګ چې سالمه ټاکنه مو لرلې او کړې، ښايي له بېلابېلو بلاوو سره مخ نه شو.»
زلمی خلیلزاد د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره خبرې اترې کوي او له طالبانو او حکومت نه يې غوښتي چې با صلاحیته او ټول شموله پلاوي ور معرفي کړي.
افغان حکومت د دې بهیر لپاره د زلمي خلیلزاد د ګمارنې هرکلی کړی دی.
د دې ټولو تر څنګ د کاپیسا اوسېدونکي په امنیتي لیکو کې د خپلو ځوانانو په قربانیو اندېښنه ښيي، خو غواړي چې په هېواد کې داسې سوله ارشي، چې له جزییاتو يې خلک خبر او مالکیت يې له افغان حکومت سره وي.