Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: د کال۴۲۰۰ میلیون افغانۍ د برجسته رجالو پر امنیت لګیږي

د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د سولې مشورتي لویې جرګې لګښت په تړاو نیوکو ته په ځواب کې له ملت سره مشوره له هرې بیې لوړې بللې.

ښاغلي صالح نن(پنجشنبه د زمري په ۱۶مه نېټه) زیاته کړې چې دولت کال کې ۴۲۰۰ میلیونه افغانۍ د برجسته رجال امنیت تامین لپاره لګوي، خو دوی بیا خپل نیمايي وخت د نظام کمزورۍ لپاره لګوي.

هغه پر خپلې فسبوک پاڼې لیکلي دي چې:«نیوکه شوې چې دولت ولې ۳۰۰ میلیونه افغاني له ملت سره د مشورې او د سولې لویې مشورتي جرګې رابللو ته ځانګړې کړې دي. د دغه لوی او زړه ور اقدام دلایل به سبا ولسمشر په خپله وینا کې روښانه کړي.»

هغه همداراز زیاته کړې:«زه په تمه وم چې پر نورو نجومي ارقامو نیوکې وشي. دولت په کایل کې د برجسته رجالو د امنیت پر تامین ۴۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګوي. د دغو کسانو له ډلې یو شمېر یې خپل نیمايي وخت له بده مرغه چې د نظام د کمزورۍ په برخه کې لګوي څو خپلو شخصي هیلو ته ورسیږي.»

امرالله صالح همدارازهیله څرګنده کړې چې دغه لګښتونه هم وڅېړل شي.

صالح لیکلي دي:«هیله ده چې دغه نجومي لګښتونه هم تر بحث لاندې ونیسو. راشئ پوه شو چې د کوم شخص لپاره څومره پیسې لګول کیږي. دا به غوره وي. له ملت سره مشوره او د ملت نظر ته درناوی له هرې بیې ډېر ارزښت لري.»

ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې لپاره چې ټاکل شوې ده سبا جمعه ترسره شي، ۳۳۰ میلیونه بودجه ځانګړې کړې ده.

ښاغلي صالح زیاته کړې چې دولت کال کې ۴۲۰۰ میلیونه افغانۍ د برجسته رجال امنیت تامین لپاره لګوي، خو دوی بیا خپل نیمايي وخت د نظام کمزورۍ لپاره لګوي.

شریک یي کړئ