Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صحنې ته د حکمتیار راتلل او حزب اسلامي د بندیانو د خلاصون ځنډېدل

د حزب اسلامي د اعلان پر بنسټ ټاکل شوې وه چې نن حزب اسلامي د بندیانو لومړنۍ ډله خوشېشي،خو د دغو بندیانو خلاصون د ناڅرګند لامل له امله ځنډېدلی دی او د حزب اسلامي ویاند او د سولې د هوکړه لیک ګډ کمېسیون د دغو بندیانو د خلاصون د ځنډېدو لامل په اړه څه نه وايي.

 د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي دوه ورځې وړاندې اعلان کړی وه چې د دې ګوند د کابو ۷۰ بندیانو د خوشې کېدو خبره وروستۍ شوې او د جمعې په ورځ به د دغه ګوند د زندانیانو لومړۍ ډله د څرخي پله او بګرام له بندخونو خوشې شي. خو دا کار وځنډېد.

د حزب اسلامي ګوند د رسنیو کمېسیون غړي نادر افغان وویل:«د هغو رپوټونو له مخې چې موږ یې لرو،تراوسه ولسمشر د بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړی نه دی او دغه کار به په یوه یا دوه راتلونکو ورځو کې ترسره شي.»

په همدې حال کې د افغانستان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې د هوکړې پلي کولو کمېسیون وايي چې ولسمشر به ډېر ژر د حزب اسلامي د زندانیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړي.

د سولې د هوکړه‎لیک د ګډ کمېسیون ویاند احمد فرزان په دې اړه وویل:«د دغه کار د ترسره کېدو لپاره هېڅ ستونزه او خنډ نه شته،ولسمشر به د بندیانو د خلاصون لپاره فرمان لاسلیک کړي او د هغوی لومړی ډله به د شنبې او یا یک شنبې په ورځ ازاد شي.»

خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په تکراري توګه د جنګي زندانیانو له خوشې کېدو سره مخالفت کړی.

په همدې حال کې حکومت هم وايي چې د سولې د هوکړه‎لیک عملي کېدو ته ژمن دی.

د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي:«حکومت د هوکړه‎لیک د ټولو برخو عملي کېدو ته ژمن دی،موږ د هغه په اجرايي کېدو کې مخکې یوو او هیله لرو چې حزب اسلامي هم په خپلو زمنو عمل وکړي.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر وویل:«هېڅوک حق نه‎لري چې جنګي او بشري ضد جرایم وبښي او هېڅوک حق نه‎لري د بل کس حق وبښي.»

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تر دې وړاندې اعلان کړی وو چې ۲ زره او ۶۰۰ بندیان لري او ډېری دا زندانیان د پلچرخي او بګرام په زندان کې دي.

 خو حزب اسلامي توانېدلی چې تر اوسه یوازې د ۱۷۰ تنو لپاره تضمین لیکونه برابر کړي.

شریک یي کړئ