Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صدیقي:پاکستاني پوځيانو د کابل په وروستیو بریدونو کې لاس درلود

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند حسیب صدیقي نن ماسپښين په یوې خبري ناسته کې وویل چې د کابل په وروستیو بریدونو کې پاکستاني پوځي لاس درلود.

هغه د دې په بیانولو سره چې پاکستان موږ سره ژمنه کړې وه چې پرې به نه ږدي چې په دغه هېواد کې د طالبانو سترې ټولګې جوړې شي وویل: "خو طالبانو نه یوازې دا چې دا کار یې ونه کړ؛بلکې د طالبانو جلسې هم د دغه هېواد د رسنیو له خوا و پوښل شوې".

صدیقي زیاته کړه چې زموږ مالومات د دې ښودنه کوي چې د ملاعمر د مرګ په تړاو د طالبانو په منځ کې ډېرې پوښتنې رامنځته شوې دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست ویاند ټينګار وکړ چې طالبان نه پوهېږي هغه فتواګانې چې د ملاعمر په استازۍ سره صادرې شوې دي په داسې حال کې چې هغه مړ شوی وه څه شرعي حکم لري.

هغه زیاته کړه طالبانو ته دغه پوښتنه پیدا شوې ده چې هغوی د چا په حکم د بې ګناه انسانانو وژل اخیستی دی.

ښاغلي صدیقي دې ته په اشارې سره چې طالبان نه پوهېږي چې د ملاعمر د مړینې په اړه به څوک څېړنه وکړي یا نه؟ وویل چې موږ د دښمن له خپرونو څخه خبر شو او د هغوی ډېری مو شنډې کړې.

هغه زیاته کړه د دې لپاره چې د وروستیو بریدونو ترسره کوونکي د حقاني شبکه وه ټينګار وکړ هغه چاودېدونکي توکې چې د قصبې په سیمه کې استفاده شوي دي یو ځانګړی ډول دی چې د هغه استفاده یوازې د دولتونو په انحصار کې وي او دا ډېرې پوښتنې رامنځته کوي.

صدیقي وویل چې د ملکي سیمې په نښه کول د دښمن کمزوري ښيي او زیاته یې کړه چې دښمن په دې خاصو شرایطو کې د دې شان بریدونو په لاره اچولو سره وغوښتل خپلو ځواکونو ته هیله ورکړي.

د افغانستان د ملي امینت عمومي ریاست ویاند جګړه د افغانانو په منځ کې ونه بلله.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو ښکارنده افغاني نه ده،بلکې په افغانستان کې د پاکستان د پوځيانو د نقشې د پلي کولو لپاره لاره ده.

صدیقي د دې په ویلو سره چې طالبانو سږ کال د عزم په نامه د عملیات په لارې اچولو سره کوښښ وکړ چې د هېواد ځینې سیمې ونیسي وویل چې هغوی هوډ درلود چې د هېواد د ځينو سیمو په نیولو سره د ملاعمر ځای ناستی معرفي کړي.

هغه څرګنده کړه چې په درې وروستیو میاشتو کې کابو ۵۰ دښمن جنګیالي موږ ته تسلیم شوي او ۱۳ ځانمرګي واسګټونه مو پیدا کړي او ضبط کړي دي.

د افغانستان د ملي امینت د عمومي ریاست ویاند وویل چې د جدي بدلون لپاره افغانستان جدي هوډ لري او موږ د ځان د دفاع لپاره له هرې وسیلې څخه به استفاده وکړو.

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند حسیب صدیقي نن ماسپښين په یوې خبري ناسته کې وویل چې د ک

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه