Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ضمیر کابلوف: طالبانو له روسیې پیسې غوښتي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې اړه وویل چې د دغه هېواد چارواکو له طالب استازو سره ځينې لیدنې لرلې دي او په دغو لیدنو کې طالبانو له روسیې پیسې غوښتې دي.

کابلوف ادعا کوي چې د طالبانو استازي له روسي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې هغوی له دغه هېواده وسلې نه بلکې پیسې غواړي ترڅو له دغو پيسو سره له افغان امنیتي ځواکونو وسلې وپېري.

هغه په دې اړه وویل:«طالبان وايي که‎چېرې تاسې موږ ته وسلې راکړئ موږ یې نه اخلو ځکه چې موږ وسلې ته اړتیا نه‎لرو. هغوی وايي چې موږ ته پیسې راکړئ، موږ وسلې د افغانستان د پولیسو او ملي پوځ له زیرمو پېرو.»

دغه روسی ډیپلوماټ د امریکې هغه ادعاګانې چې ګواکې طالبانو ته لوجستیکي مرستې برابره وي ردوي او هغه په افغانستان کې د واشنګټن د جګړې د ماتې پټول بولي.

خو کابلوف له طالبانو سره د روسي چارواکو د لیدو د وخت او ځاي په اړه څه نه وايي.

دغه روسی ډیپلوماټ همدارنګه وايي چې روسیې د طالبانو د پیسو غوښتنه نه ده منلې. هغه په دې اړه زیاتوي:«هغوی دې ګنګوسې په اړه چې له پاکستانه مهمات ترلاسه کوي وخندل. د شوري د شتون پر مهال مجاهدینو د پاکستان له خوا وسله‎ ترلاسه کوله، خو اوس طالبان هر څه دننه له افغانستانه پېري. که‎چېرې طالبان له موږ پیسې ووغواړي زموږ ځواب تل دا دی چې بښنه غواړو موږ پیسې نه‎لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغان او امریکا حکومتي چارواکو په ځلونو له روسیې سره د طالبانو د اړیکو له لرلو خبر ورکړی دی.

په ډېریو موردونو کې حتا داسې ادعاګانې مطرحه شوې دي چې دغه هېواد وسلې او پیسې د طالبانو په واک کې ورکوي.

خو کابلوف مني چې له طالبانو سره اړیکه لري او د هغه دلیل هم په کابل کې د روسیې د سفارت او په افغانستان کې د روسي وګړو د امنیت خوندیتوب دی؛ له دې ټولو سره طالبانو تراوسه دغه خبرې نه دي تایید کړې.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د چارو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې روسیه هڅه کوي له دغو پلمو سره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ پټ وساتي.

شریک یي کړئ