Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طارق شاه بهرامي ته د رتبې له ورکړې د پخوانیو پوځيانو نیوکه

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر، اشرف غني د هېواد د ملي امنیت شورا د د وړاندیز پره اساس د یو حکم له لارې د ملي دفاع وزارت سرپرست، طارق شاه بهرامي ته په سوق او ادارې کې د نوموړي د وړتیا له امله د ډګر جنرالۍ رتبه ورکړې ده.

نوموړی چې د ملي یووالي حکومت په پیل کې ډګرمن وه، خو تر اوسه یې څلور پوځي رتبې ترلاسه کړې دي.

دوه کاله مخکې د مرکزي قول اردو د رییس سکرتر وه، او وروسته د پولیسو ۴۴۴ځانګړې قطعې قومندان شو، په همدې مهال کې بریتانیا ته پر تحصلي بورس لاړ او د ارکان حرب رتبه يي ترلاسه کړه.

 دی چې ډګرمن وه د ولسمشر د توحید دفتر رییس هم وه او وروسته ډګروالۍ او برید جنرالۍ ته ورسېد. پنځه میاشتې مخکې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین معرفي شو او د تورن جنرالۍ رتبه يي واخیسته، د سه شنبې په ورځ ولسمشر دی د ښو کار کړنو له امله ډګر جنرالۍ ته يې ترفع ورکړه.

ولسمشر غني ویلي وه:«دا د منلو وړ نه ده چې په درې میاشتو کې د سیاسي فشارونو له لارې له ساتنمنۍ څخه جنرالۍ ته ورسېږي.»

په داسې حال کې چې په تېرو څلورو میاشتوکې د هلمند، بغلان، کندز او سرپل ولایتونو  څو ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او لسګونو امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

پوځي کار پوهان ښاغلي بهرامي ته د لوړې پوځي رتبې ورکول فرمایشي او د سیاسي اړیکو پر بنسټ بولي.

همداراز پخوانی پوځي، محسن مختار په دې اړه وايي:«هغه رتبې چې ورکول کېږي دا رتبې د یتیم او ګونډو او معلولو حق دی، ولسمشر دې په مفته کې دا نه خیراتوي.»

ډګر وال عبدالرشید چې په نا امنه ولایتونو کې يې دوه کلونو دندې ترسره کړې جنرالۍ رتبه يې ترلاسه کړې او ښايي لومړی افسر وي چې د وړتیا له مخې دغه رتبې ته رسېدلی وي.

یو شمېر هغه سرتېري چې له وسله والو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي وايي، هغه څو ک چې په ناامنه سیمو کې له خاورې دفاع کوي له هر ډول مادي او معنوي امتیاز څخه بې برخې دي.

یو شمېر کورني او  بهرني شنوونکي په افغانستان کې د  رتبې ورکول د وړتیا له مخې نه بلکې د اړیکو پر بنسټ بولي.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره څو بېلګې يي هم لیدل کېږي چې ولسمشر خپلو نېږدې چارواکو  او بانفوسه کسانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي.

شریک یي کړئ