Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'طالبانو بدخشان کې د کانکور ازموینه کې د نجونو د کډون مخنیوی کړی'

په بدخشان کې ځايي چارواکي او خلک وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې، د کانکور ازموینه کې د «ماه می» او «نسي» ولسوالیو د کابو ۲۰۰ نجونو د ګډون مخنیوی کړی دی.

ویل کیږي چې دا نجونې باید د بدخشان له ماه می او نسي ولسوالیو نه د دغه ولایت شکي ولسوالیو ته تللي وای او کانکور آزموینه یې ورکړې وای.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د خلکو په وینا، د طالبانو د کسانو له خوا نجونو ته ګواښ شوی که چېرې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي، هره یوه به تر ۴۰ زره افغانیو جریمه شي.

د شنبې په ورځ د بدخشان ولایت د ماه می ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو، په یوه لاریون کې د نجونو دغې ستونزې ته د ژر تر ژره رسېدو غوښتونکي شول.

د بدخشان د درواز ولسوال کامبیز قرباني وویل:«هر څوک حق لري چې تحصیل وکړي! که هغه نجلۍ وي او که هلک، دا د افغان افغان وکړي مسلم حق دی.»

په دې لړ کې په بدخشان کې ځایي چارواکي وایي چې له کانکور ازموینې نه د دغو پاتې شویو نجونو ستونزه به د یکشنبې پر ورځ حل شي.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا‌الله روحاني څرګنده کړه:«هغه نجونې چې له کانکور ازموینې پاتې دي، د یکشنبې په ورځ شغنان ولسوالۍ ته به سفر ولري او هلته به امتحان ورکړي.»

دې پېښې ډېر غبرګونونه راپارولي دي او دا پېښه په داسې وضعیت کې شوې ده چې د حکومت او طالبانو استازي باید په نژدې راتلونکې کې؛ په دوحه کې له یو بل سره خبرې وکړي.
 
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرشته امیني وايي:«د خواشینۍ ځای دی! په دې وخت کې چې ټاکل شوې د سولې خبرې پیل شي، دا د دې ښودنه کوي چې طالبان په کړو ژمنو کې، صادق نه دي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«چې حکومت د نجونو د ښوونې او زده کړو په برخه کې اسانتیا رامنځته کولو ته ژمن دی او د طالبانو له خوا د بدخشان د کانکور په ازموینه کې د محرومېدو له امله د دروازي نجونو غږ اورېدل کېږي او د مسوولو بنسټونو له لارې اړین اقدامات به ترسره شي.» 

د نجونو ښوونه اوروزنه له تر ټولو هغو مهمو اصلونو ده چې له طالبانو وروسته حکومت تل له دې ډلې سره په خبرو کې د دې بهیر پر دوام ټینګار کړی دی؛ د طالبانو په دوره کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی و.
 
شریک یي کړئ