Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ته د روسیې نغدي انعام په تړاو پر ټرمپ د بایډن نیوکه

ا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو یو نوماند وايي، افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنې لپاره طالبانو ته د روسیې نغدي انعام په تړاو د شواهدو شتوالي سره سره ډونالډ ترمپ هېڅ اقدام نه دی کړی.

جوبایډن نن(پنجشنبې د چنګاښ په ۱۹مه نېټه) د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له نیوکې سره څرګندوي، کله چې یوې امریکايي رسنۍ طالبانو د امریکايي سرتېرو وژنې پرسر د پیسو ورکړې راپور خپور کړ، ډونالډ ټرمپ په دې کلک دریځ نه دی څرګند کړی.

هغه زیاته کړې چې په کافي اندازه د اسنادو شتون سره بیا هم په دې برخه کې ټرمپ هېڅ کار نه دی کړی.

بایډن همداراز ویلي، هغه نه پوهېږي، هغه کورنۍ چې اولادونه یې افغانستان کې د جګړې پرمهال وژل شوي، د ټرمپ په تړاو څه احساس لري.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي وو، روسیې افغانستان کې وسله والو پورې اړوند یوه حساب ته پیسې لېږدولې دي څو دغه وسله وال امریکايي سرتېري ووژني.

امریکايي رسنۍ "د هیل" هم د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي پوځ قومندان، جنرال فرانک مکنزي افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنه کې د روسیې لاس درلودو په تړاو تردید لري.

امریکايي رسنۍ "د هیل" راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي پوځ قومندان، جنرال فرانک مکنزي افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنه کې د روسیې لاس درلودو په تړاو تردید لري.

د راپور له مخې، دغه امریکايي جنرال په دې باور دی چې افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېري د روسیې پیسو ورکړې په بدل کې نه دی وژل شوی.

خو دغه امریکايي جنرال له خبریالانو سره خبرو کې دغه راپور د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه زیاته کړې ده چې د امریکا دفاع وزارت د راپور له خپرېدو وروسته یې افغانستان کې دفاعي تدابیر نه دي زیات کړي.

مکنیزي همداراز څرګنده کړې چې هغه د خپلو اطلاعاتو له برخې غوښتنه کړې، څو دا مسله وڅېړي.

له بلې خوا ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنه کې د روسیې احتمالي لاس درلودو په تړاو نن(د چنګاښ په ۱۹مه نېټه) د دغه هېواد ولسي جرګې ته د ځواب ویلو په موخه ورشي.

کېدای شي له پومپیو دا پوښتنه وشي، د ټرمپ  حکومت چې پر دې موضوع خبر و نو ولې یې غبرګون نه دی ښودلی.

یوه افغان چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې روسیې د یوه امریکايي سرتېري وژل کېدو پر سل زره امریکايي ډالره انعام ایښی دی.

خو روسیې دغه تورونه رد کړي دي.

امریکايي چارواکي ګومان کوي چې روسیې تر ډېره ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو وژلو لپاره پیسې لېږدولې دي او هغه کال کې ۲۰ تنه امريکايي پوځیان افغانستان کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ