Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ته نېږدې سرچینې: مؤقت اوربند په تړاو سلا شوې ده

طالبانو ته یوه نېږدې سرچینه تاییدوي چې د دغې ډلې مشران لنډمهاله اوربند لپاره لومړنیو هوکړې ته رسېدلي دي.

دغه سرچینه ټینګار کوي چې ښایې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې سره، طالبان لس ورځنۍ اوربند اعلان کړي او وروسته له هغې د افغانانو ترمنځ به خبرې پیل شي.

په همدې حال کې قطر کې د سولې خبرو اترو ته یوه نېږدې سرچینه بیا وايي چې د طالبانو یوه ډله له خپلو پوځي قومندانانو سره د مشورو په موخه هلمند ته تللې، خو وروستۍ هوکړه نه ده شوې.

امریکا متحده ایالاتو د تاوتریخوالیو کموالی او د اوربند هوکړه د طالبانو په مېر اېښې او طالبانو هم په دې اړه له خپلو مشرانو او پوځیانو سره خبرې پیل کړې دي.

د طالبانو د وخت د المپیک ملي کمېټې رییس، مولوی عبدالشکور مطمین وايي:«خبرې حساسې مرحلې ته رسېدلي، طالبان هوکړې ته رسیدلي چې د هوکړې سره سم به اوربند کیږي او بیا به انشاالله افغانانو ترمنځ خبرې پیلیږي.»

خو قطر کې د سولې خبرو ته نېږدې سرچینه هلته د طالبانو د یوه لوړپوړي مقام له خولې وايي چې اوس مهال د طالب مشران له پوځیانو سره پر خبرو بوخت دي، خو د اوربند لپاره وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

په همدې حال کې کابل کې هم د هېواد سیاست وال د سولې لپاره د افغانانو ترمنځ خبرو په موخه د پلاوې پر جوړولو بوخت دي.

د سولې عالي شورا مرستیال، حاجی دین محمد بیانوي:«د ټاکنو رارسېدو سره د سولې لپاره هڅې لږې کمې شوې وي، خو هغه وخت د سیاستوالو لخوا طرحه جوړه شوې وه او اوس د نوملړ جوړولو لپاره د عبدالله عبدالله په ګډون ډاډه یوو چې یوې هوکړې ته رسيږو. هر وخت چې وغوښتل شي موږ به نوملړ وسپارو.»

له بلې خوا اجراییه رییس، عبدالله عبدالله هم وايي چې د سولې بهیر کې به د نجونو د زده کړې حق معامله نشي.

هغه وړاندې وايي:«دا خبره به په ډاډه د افغانستان خلکو کوو چې هیڅ کله به د دغه هېواد د ماشومانو او نجونو طبعي حق  زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې به په هیڅ حالت کې نه معامله کیږي. »

د  امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستیو خبرو نه دولسو ورځې تېریږي او ویل کېږي چې امریکا د تاوتریخوالیو کمښت او اوربند په تړاو د طالبانو پریکړې ته په تمه دی.

قطر کې د سولې خبرو اترو ته یوه نېږدې سرچینه وايي چې د طالبانو یوه ډله د خپلو پوځي قومندانانو سره د مشورو په موخه هلمند ته تللې، خو وروستۍ هوکړه نه ده شوې

شریک یي کړئ