Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'طالبانو د بادغیس پر مرکز د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کړې'

د بادعیس ځايي چارواکي وايي چې طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د دغه ولایت پر مرکز قلعه نو ښار د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کړې ده او همدارنګه د مخابراتي شرکتونو انتنونه هم له کاره غورځولي دي.

د بادغیس والي عبدالغفور ملک‎زی وايي چې طالبانو د دې له وېرې چې د هغوی د استوګنې ځای برملا نه‎شي، مخابراتي شرکتونه یې ګواښلي چې باید خپل فعالیتونه ودروي.

خو ملک‎زی ټینګار کوي چې ډېر ژر به د قلعه نو ښار برېښنا ونښلول شي او همدارنګه په دغه ولایت کې به د مخابراتي شرکتونو ستونزو ته هم پاملرنه وشي.

ښاغلي ملک‎زي زیاته کړه:«له هغوی سره پوځي جګړه پیل شوې او ښايي چې هغوی هم پلان ولري... د ټلېفون په اړه یې وېره دا ده چې د شپې له خوا ځای یې برملا کوي.»

په ورته وخت کې د بادغیس اوسېدونکي حکومت د مخاراتي شرکتونو د فعالولو او د برېښنا په وصلولو کې پر کم کار تورن وي.

د بادغیس یو اوسېدونکی فردوس حبیبي په دې اړه وویل:«د برېښنا پرې کېدل او د مخابراتي شبکو انتنونو نشتون نه شي کولای چې دولت ته ستونزه رامنځته کړي، بلکې یوازې کولای شي چې خلکو ته ستونزې رامنځته کړي.»

د دغه ولایت بل اوسېدونکی محمد رفیق هم څرګنده کړه:«دننه په مرکز کې مخابراتي شبکې او برېښنا پرې کوي او ګواښ کوي، دا تر وروستي بریده د حکومت کمزورتیا ښيي.»

خو د بادغیس د ولایتي شورا غړی عبدالعزیز بېک وايي چې د دغې ستونزې یوازینۍ حل لار، له قومي مشرانو او سپين‎ږیرو مرسته غوښتل دي چې طالبان راضي کړي.

هغه زیاته کړه:«دولت بیا هم کولای شي چې له قومي مشرانو او سپين‎ږیرو کار واخلي او یوه ډله جوړه کړي او له هغو خلکو سره مذاکره وکړي څو حل لاره پیدا شي پوهېږو چې له پوځي لارې شونې نه ده.»

د ځايي چارواکو په وینا، په روان کال کې، دا څوم ځل دی چې طالبان پر قلعه نو د ترکمنستان وارداتي برېښنا جریان پرې کوي.

طالبانو تراوسه د قلعه نو برېښنا د پرېکون په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې ویل شوي وو چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمې هم باید برېښنا ولري - هغه غوښتنه چې د بادغیس ولایت ځايي چارواکي یې نه علمي کېدل د بودیجې نشتون له امله بولي. 

د بادغیس د ځايي چارواکو په وینا، په روان کال کې دا څوم ځل دی چې طالبان پر قلعه نو د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کوي.

شریک یي کړئ