Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د ځانګړو ځواکونو یو افسر وژلی

طالبانو په میدان وردګو کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو یو افسر وژلی دی.

یوه امنیتي سرچینه نن(سې‎شنبې د غويي په ۳مه نېټه) وژل شوی سرتېری نورالحق نومیږي او تېره ورځ میدان وردګو کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې یاد سرتېری، له غزني ولایت څخه د رخصتۍ په موخه پروان ولایت کې خپل کور ته روان وو، میدان وردګو کې د طالبانو لخوا له موټره ښکته کړی شوي او وژل شوی دی.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د یاد سرتېري سره د پنځو نورو کسانو له وژل کېدو هم خبرونه خپاره شوي دي، خو رسمي سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د ځانګړو ځواکونو یو افسر وژلی

طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي

شریک یي کړئ