د غور ولایت سیمهيیز چارواکي نن(شنبې د غويي۲۲مه) وايي چې د دې ولایت شهرک ولسوالۍ په اوشان سیمه کې د سیمهييزو پاڅونکوونکو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښتو کې یوه سیمهییز پاڅونکوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې چارواکو په خبره، نښتې تېره جمعه د شپې هغه مهال پیل شوې چې یو شمېر طالب وسلهوالو د اوشان پر کلي بریدونو کړي.
د والي ویاند، عبدالحی خطیبي څرګندوي چې دا سیمه وروسته له څو ساعته نښتو وروسته د طالبانو لاسته لوېدلېده.
دی وړاندې وايي چې د ملکي کسانو او سیمهييزو پاڅونکوونکو ته اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مالومات نلري. خو وړاندې وايي چې تر اوسه پورې د یوه سیمهييز پاڅون کوونکي ژوند له لاسه ورکول تائيد شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.