Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'طالبانو له امریکې غوښتي چې د سولې په هکله خپل دریځ روښانه کړي'

د قطر کې له خبرو، خبرې سرچینې وايي چې طالب استازو له امریکایانو غوښتي چې د افغان سولې په اړه خپل دریځ روښانه کړي، څو د دغې ډلې جنګیالي د خپل راتلوونکي لمریز کال د پوځي پروګرامونو په اړه پرېکړه وکړي.

دغه سرچینې زیاتوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته ویلي چې په دې اړه سلامشورې روانې دي.

ازاد خبریال سمیع یوسفزی په دې اړه وايي:«د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دوه تر درې ورځو وخت وغوښت چې په دې موده کې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک په هکله واشنګټن کې له خپلو مشرانو هدایت ترلاسه کړي.»

بلخوا د حزب اسلامي مشر په دې باور دی چې په قطر کې طالبان او امریکا استازي د سولې هوکړه لیک لاسلیکولو ته نژدې شوي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه زیاته کړه:«ما ته داسې ښکاري چې ښايي توافق نږدې وي، د امریکا ولسمشر چې د ننګرهار د خوګیانۍ ولسوالۍ د پښې په هکله څرګندونې لرلې وویل غواړم چې وروستۍ امریکایی دې وي چې په افغانستان کې وژل کېږي، څرګندېږي جدی دی چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.»

اخوا د ناټو سرمنشي د افغان سولې په بهیر کې د امریکا متحده ایالتونو له هڅو ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنرګ په دې اړه څرګنده کړه:«طالبان باید ومني چې د جګړې په ډګر کې به بریالي نه شي؛ دا ډله دې تاوتریخوالی کم کړي او ودې ښيي چې په افغانستان کې یوې سولییزې راتلونکې ته ژمن دي.»

طالبانو ته نژدې سرچینې مني چې په قطر کې د طالبانو د استازو او د امریکا د استازو تر منځ د نارسمي خبرو په لړ کې د طالب ډلې د افغانانو تر منځ د خبرو تر پای ته رسېدو پورې د لنډمهال لپاره د تاوتریخوالي کمولولو ته نرمښت ښودلی دی؛ خو وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه