Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې

طالبانو د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دا ډله به، د حکومت له مرکچي پلاوي سره خبرې ونه کړي، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال‎وېش له اعلان وروسته، له «افغانانو» سره به خبرې وکړي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‎الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې طالبان به له ټولو افغانانو سره خبرې وکړي او د حکومت له استازو سره به هم مخامخ خبرې وکړي خو د حکومت له ادرسه نه.

ښاغلي رحیمي تېره ماښام اعلان وکړ چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو د پیل لپاره هڅې پيل شوې دي او ټاکل شوې چې تر راتلوونکو دوه اوونیو په یوه اروپايي هېواد کې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به، له طالبانو سره د امریکې له هوکړې وروسته ترسره شي.

افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي او ټاکل شوې ډېر ژر دغه پلاوي جوړ شي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په وینا، دا پلاوی به پنځلس غړي ولري او د سیاستوالو، مېرمنو او مدني ټولنې له غړو غوره کړل شي.

شریک یي کړئ