Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کندوز وروسته د بغلان پر مرکز پلخمري ښار د طالبانو برید

طالبانو د شنبې پر شپه (د وږي په ۹مه) له دوه برخو د بغلان ولایت پر مرکز پلخمري ښار برید وکړ او دم‎ګړۍ هم جګړه روانه ده.

د طلوع نیوز خبریال شریف امیري چې پلخمري ښار ته تللی وايي طالبانو تېره شپه یوه بجه د بند دو او د معدن دیوال له خوا پر دغه ښار برید وکړ.

هغه زیاتوي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

په ورته وخت کې، د پلخمري ښار ځينې اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې د خلکو تګ راتګ کم تر سترګو کېږي او ځينې حتا له خپلو کورونو څخه د وتلو په حال کې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې پر پلخمري ښار د طالبانو برید یرغلي نه دی او طالبان په دوه برخو کې ځای پر ځای شوي دي. او عملیاتي ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي او هغوی یې کلابند کړي دي.

د دغه برید د مرګ ژوبلې په اړه تراوسه مالومات په واک کې نشته.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت د کندوز ښار د پاکولو په اړه خبرې کوي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي پوځ ځانګړو ځواکونو، پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه په کندوز ښار کې عملیات ترسره کړل او دا ښار یې په بشپړه توګه چاڼ کړ او د طالبانو له شتونه یې پاک کړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو، طالبانو او مُلکیانو د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته رپوټ وړاندې کړل شي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې پر پلخمري ښار د طالبانو برید یرغلي نه دی او طالبان په دوه برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

شریک یي کړئ