Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې ۵۹۰۰ بریدونه کړي

د امنیتي بنسټونو د هغو شمېرو پربنسټ چې طلوع نیوز ترلاسه کړي، افغانستان ته د سولې راوستو هوکړه لیک له لاسلیک یوه میاشت مخکې او له هغې څلور میاشتې وروسته، طالبانو په هېواد کې ۵۹۴۲ بریدونه کړي دي.

په دغې موده د تېرکال د سلواغې میاشتې پیل او د روان کال د غبرګولي پای شاملېږي، دولتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په وړاندې ۱۶۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.   

د دغو شمېرو پر بنسټ، په دغو پنځو میاشتو کې په داسې حال کې چې په یوه ورځ کې د طالبانو د بریدونو شمېر کابو سلو او په یوې اوونۍ کې له پنځو سو هم اوښتی دی.

سره له دې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په هوکړه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت یو له مهمو بندونو دی؛ خو د امنیتي بنسټونو هغه نوملړ چې له دغې هوکړې یوه میاشت مخکې او ۴ میاشتې وروسته د طالبانو د بریدونو په تړاو جوړ کړی د بل څه ښکارندويي کوي.

د دغو شمېر له مخې، د تېر کال په سلواغې میاشت کې چې لا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې نه وه، طالبانو ۹۱۵ بریدونه کړي او په مقابل کې یې دولتي ځواکونو هم په دې میاشت کې ۶۱۳ بریدونه ترسره کړي دي.

خو د تېرکال په کب میاشت کې چې، د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه په دویمه اوونۍ کې یې وروستۍ شوې وه؛ د امنیتي بنسټونو د شمېرو له مخې، طالبانو په هغې میاشت کې څه باندې ۱۳۰۰ بریدونه کړي او د هغې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې طالبانو د ۵۱۱ بریدونو په ترسره کولو سره په تېرو ۵ میاشتو کې د امنیتي بنسټونو په نوملړ کې د داسې اوونۍ په توګه ثبت شوې چې تر ټولو ډېر بریدونه په کې شوي؛ خو په دې میاشت کې بیا د دولتي ځواکونو د بریدونو شمېر تر ۲۰۹ پورې راکم شوی وو.

د دولتي شمېرو له مخې، د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو بریدونه بیا څه باندې ۱۴۵۰ ته رسېدلي وو. د وري میاشتې په لسمه ورځ طالبانو د ۹۷ بریدونو په ترسره کولو سره په تېرو ۵ میاشتو کې د امنیتي بنسټونو په نوملړ کې تر ټولو تاوتریخجنه ورځ یاده شوې؛ خو په دې میاشت کې بیا دولتي ځواکونو څه باندې ۲۶۰ بریدونه کړي دي.

امنیتي بنسټونو د روان کال په غويي میاشت کې د طالبانو د بریدونو شمېر څه باندې ۱۲۰۰ ښودلی؛ په داسې حال کې چې د امنیتي بنسټونو له لوري په جوړ شوي نوملړ کې په یاده میاشت کې د دولتي ځواکونو د بریدونو شمېر څه باندې ۲۹۰ ښودل شوی دی.

خو د دغه نوملړ له مخې، د روان کال په غبرګولي میاشت کې د طالبانو د بریدونو شمېر څه باندې ۱۱۰۰ وو؛ د یادې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې د طالبانو د بریدونو شمېر څه باندې ۵۰۰ ته رسېدلی و. په دې میاشت کې بیا دولتي ځواکونو ۲۲۰ بریدونه ترسره کړي دي.

طالبانو لا تر اوسه د امنیتي بنسټونو د دغه نوملړ په اړه څه نه دي ویلي؛ خو هغوی هم د روان کال په پسرلي کې داسې یو نوملړ خپور کړ چې، د سولې له هوکړې وروسته پر یادې ډلې د بریدونو شمېر په کې ښودل شوی و.

په دې نوملړ کې راغلي چې، د روان زیږیز کال د مارچ له نهمې د اپرېل تر لسمې ورځې پورې بې پیلوټه الوتکو په ۱۹ ولایتونو کې پر طالبانو ۳۳ بریدونه ترسره کړي دي.

په هغه وخت کې، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندانۍ، د طالبانو له لوري د دغه نوملړ د خپرولو په غبرګون کې ویلي وو چې، امریکايي ځواکونه له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او ټول لوري او په ځانګړې توګه طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او اجازه ورکړي؛ چې سیاسي بهیر سرته ورسېږي.

په دغې موده چې د تېرکال د کب میاشتې پیل او د روان کال د غبرګولي پای شاملېږي، دولتي ځواکونو هم د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په وړاندې ۱۶۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.   

شریک یي کړئ