په هرات ولایت کې ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې طالبانو د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې پنځه ښوونکي تښتولي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه ښوونکي تېره ورځ له غرمې وروسته د شینډنډ ولسوالۍ له یوه کلي تښتول شوي دي.
د هغه په وینا، طالبانو یو له دغو ښوونکي څخه تېره شپه په ډزو سره وژلی دی.
د دغو ښوونکي ویډیو له نن ګهیځ راهیسې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.
د هرات د والي ویاند وايي چې تراوسه د څلورو نورو ښوونکو برخلیک روښانه نه دی.
درې ورځې وړاندې، ناپېژانده وسلهوالو له دغې ولسوالۍ څخه د واټ جوړولو شرکت درې تنه کارکوونکي تښتولي او تراوسه د هغوی له برخلیک څخه خبر په واک کې نشته.
طالبانو په دغې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.