وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: د جګړو زوراخیستو مسوولیت د افغان حکومت په غاړه دی

طالبانو د افغان ځواکونو یرغلییزو بریدونو پیا پیل په تړاو د ولسمشر غني د سپارښتنې په غبرګون کې وايي چې «اشرف غني لا هم غواړي خپل حاکمیت د جګړې تر چتر لاندې مخې ته یوسي.»

طالبانو ویلي دي چې دوی هر ډول تحرک ته چمتو دي او زیاته کړې یې ده چې وروسته له دې به د جګړې د زیاتوالي مسوولیت د افغان حکومت په غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ورځ کابل او ننګرهار کې د بریدونو په غبرګون کې ولسمشر غني ملت ته په خطاب کې افغان ځواکونوته سپارښتنه وکړه چې له دفاعي حالته راووځي او یرغلییز حالت خپل کړي.

هغه طالبان د ژمنې په ماتولو تورن کړل او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونه باید یرغلییز بریدونه بیا پیل کړي.

افغان ځواکونه د کب په میاشت کې د امریکا اوطالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته دفاعي حالت ته راغلل او وروسته بیا یې فعال حالت خپل کړ.

د امریکا او طالبانو هوکړې له مخې باید هېواد کې تاوتریخوالی کم او د افغان حکومت او طالبانو بندیان خوشې شوې وی.

تر اوسه داسې ښکاري چې نه تاوتریخوالی کم شوی او نه هم زندانیان ازاد شوي دي.

که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار تېرې ورځې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي، خو حکومت وايي چې دا بریدونه د طالبانو او د دغې ډلې د تمویل کوونکو کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او ننګرهار بریدونو کې نېږدې ۴۰ تنه ووژل شول او نېږدې ۹۰ تنه هم ټپیان شول.

که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار تېرې ورځې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي، خو حکومت وايي چې دا بریدونه د طالبانو او د دغې ډلې د تمویل کوونکو کار دی

شریک یي کړئ