Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'طالبان د جګړې له دوام سره غواړي د سولې مذاکراتو کې امتیاز واخلي'

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې طالبانو د سولې له هڅو سره هم‎مهاله د هېواد په ځینو برخو کې په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې خپل بریدونه زیات کړي دي او له دې کار سره غواړي چې د سولې په خبرو کې امتیاز واخلي.

ښاغلی دوستم چې د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره د جوزجان ولایت د اقچې او فیض اباد ولسوالیو ته تللی، وايي چې طالبان به وځپي او په دې اړه یې له ولسمشر نه هم مشوره اخیستې دي.

هغه زیاته کړه:«دا جګړه د هغوی(طالبانو) وروستۍ هڅه ده. یو خوا ته د سولې مذاکره روانه ده او بلخوا ته غواړي چې امتیاز واخلي؛ همدا یې هڅه ده.»

په یوه رپوټ کې چې د جنرال دوستم د رسنیو د مسوول دفتر لخوا باتور ټلوېزیون ته برابر شوی، په کې راغلي د ښاغلي دوستم د موټرو کاروان د اقچې او فیض اباد ولسوالیو پر لاره د طالبانو له کمین سره مخامخ شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي کابو دوه زره پوځیان په واک کې لري طالبانو به وځپي:«دا ډول جګړو ته مو ډېره ماته ورکړې او دې ته هم له خیره ماته ورکوو. ما له ولسمشر سره خبرې کړې او کله چې له دې ځایه ولاړم بیا به هم رپوټ ورکړم.»

په وروستیو ورځو کې د فاریاب په ګډون په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، لکه څنګه چې د رپوټونو له مخې د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۴ پوځیان مړه او ټپيان شوي دي.

جنرال دوستم له دې مخکې څو ځله د شمال په تېره بیا د فاریاب په جګړو کې د امنیتي ځواکونو مشري کړې ده خو داسې ښکاري چې په دغو سیمو کې وضعیت ښه شوی نه دی.

شریک یي کړئ