Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان د خپلو ۸۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې

طالبانو ته نېږدې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې طالبان "امریکایي – افغانستان" پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کېدو په بدل کې د انس حقاني او حافظ رشید په ګډون د ۸۰ بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

سرچینې ټینګار کوي چې طالبانو ویلي، د دغو بندیانو په تبادله به نه یوازې د طالبانو او امریکا خبرې پیل شي، بلکې له افغانانو سره به هم طالبانو مذاکراتو ته کېني.

د پوهنتون استاد، فیض محمد ځلاند وايي:«طالبان د دوو امریکايي استادانو په بدل کې انس حقاني او یا د طالبانو کوم بل مهم غړی نه غواړي، بلکې لسګونه طالبان غواړي.»

د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر، سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«مهم کسان لکه حافظ رشید او اتیا تنه نور دوی(طالبان) چې غواړي، ټول د جګړې قومندانان دي او مهم کسان دي. زما په اند د دوی خوشې کول، د سولې لپاره د افغانستان د حکومت نیک نیتي ښکاره کوي.»

په همدې حال کې پخوانی پوځي، جاوید کوهستاني په دې باور دی چې که د طالبانو غوښتل شوې بندیان خوشې شي، کولی شي چې خطر رامنځته کړي:«دغه ډله کسان مهم خلک دي چې نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره کولی شي خطر پېښ کړي.»

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان، اسټرالیايي، کوین کینګ او امریکايي تیموتي ویکس ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د وسله والو لخوا وتښتول شول.

ویل کېږي چې دا کسان د طالبانو له ډلې سره ساتل کېږي.

 له دې مخکې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب ویلي وو چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته د دغو استادانو د خوشې کولو په موخه د خبرو لپاره راغلی وو.

انس حقاني چې طالبان یې د خوشې کولو غوښتنه کړې ده، د حقاني ډلې د بنسټ اېښودونکي، جلال الدین حقاني زوی دی. اوس مهال سراج الدین حقاني د انس حقاني ورور د یادې ډلې مشري کوي. دغې ډلې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د ډېرو مرګونو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.

انس حقاني د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشت کې د ملي امنیت لخوا ونیول شو او اوس له افغان حکومت سره په بند کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال له طالبانو سره د سولې خبرو بیا پیل لپاره هڅې روانې دي، خو افغان حکومت ویلي دي چې د دغو خبرو پیل لپاره یې شرط یو میاشتنی اوربند دی.

په همدې حال کې اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سولې ته رسېدل د افغانانو لومړي توب بولي:«که څه د ټاکنو په شپو ورځو کې د انسان ټول فکر د ورکړل شویو او نه ورکړل شویو رایو ته وي، خو بیا د افغانستان د خلکو اصلي لومړیتوب سوله ده او په هېڅ شېبه کې باید هېره نشي.»

د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار ویلي چې امریکا له افغان حکومته غوښتي د کابل د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په خوشي کولو کې له دوي سره همکاري وکړي او د افغانستان حکومت په دې اړه همکارۍ ته چمتو دی.

زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته له سفره وروسته بېرته کابل ته راغلی او د لړم په ۸مه نېټه یې له ولسمشر غني سره لیدلي دي

شریک یي کړئ