Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: رسنۍ یوه اوونۍ وخت لري چې زموږ پر ضد تبلیغات دې بند کړي

طالبانو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۲۳ مه) په یوې خبرپاڼه کې، رسنیو ته ګواښ کړی که‎چېرې هغوی د طالبانو پر ضد سوداګریز پيغامونه خپرېږي، ودروي، هغه رسنۍ او کارکوونکي یې د دغې ډلې له پوځي موخو څخه به وي.

طالبانو هغو رسنیو ته چې دا ډول پيغامونه خپروي، یوه اوونۍ وخت ورکړی دی.

له رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه او حکومتي چارواکو د طالبانو د دغه ګواښ په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

له رسنیو ځینو ملاتړو بنسټونو او د رسنیو ځينو چارواکو، نن په کابل کې په دې اړه یوه خبري ناسته ترسره کړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې خپل دغه ګواښ بېرته واخلي.

د خبریالانو د ملي ټولنې غړی ضیا بومیا په دې اړه څرګنده کړه:«هېڅ ډله، که هغه وسله‎واله او نامسووله وي، نه شي کولای زموږ لپاره تکلیف تعیین کړي. موږ یوازې او یوازې د افغانستان د نافذه قانون پربنسټ فعالیت کوو. په دغې غونډه کې، پرېکړه وشوه چې طالبان خپله خپره شوې اعلامیه بېرته واخلي.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړی صدیق الله توحیدي په دې اړه وویل:«که‎چېرې د اعلانونو د متحوا او سوداګریزو خبرتیاو په اړه نیوکه لري، ښه خپله نیوکه دې مطرح کړي، نه دا چې په مرګ وګواښي. یو ځل بیا ټينګار کوم د افغانستان نادولتي رسنۍ، ازادۍ رسنۍ، خصوصي او بې پرې دي.»

اخوا د ولسمشر غني د عامه اړیکو سلاکار وایي چې حکومت به دا موضوع تعقیب کړي.

د ولسمشر د عامه اړیکو سلاکار وحید عمر هم څرګنده کړه:«هر څوک چې رسنۍ ګواښي، هر څوک چې بې دفاع خبریال ګواښي، د افغانستان دښمن دی، د افغانستان د خلکو دښمن دی. حکومت ژمن دی چې د رسنیو له همکارۍ سره، د رسنیو د څېښتنو له همکارۍ سره د افغانستان د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره څرګنده اقدامات ترسره کړي.»

طالبان په دې خبرپاڼه کې وایي چې په پلازمېنې او ولایتونو کې یو شمېر رسنۍ د سوداګریزو اعلانونو په لړ کې دې ډلې ته بد وايي او خلک د طالبانو  پر وړاندې پاروي؛ له همدې امله د دې ډلې نظامي کمېسیون

رسنیو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی څو دا پیغامونه ودروي.

نهادهای پشتیبان رسانه‌ها و شماری از مسؤولان رسانه‌ها، امروز در کابل در این باره یک نشست خبری برگزار کردند و از طالبان خواستند که این هشدار شان را پس بگیرند.

شریک یي کړئ