د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره اقتصادي ناسته کې وايي طالبان لا له خپل دریځه نه دي په شا شوي.
دی وړاندې وايي:« طالبان تر اوسه هم د ښځو د حقونو او ټولنیزو ازادیو په اړه له خپل دريځخ نه دي اوښتي، طالبان خپل سختګیرانه او د مدرنو ارزښتونو ضد کړنې پروپاګنډ ګڼي او مدعي دي چې دوی د بشري حقونو او د ښځو د حقونو بهترین تطبیق کوونکي دي.»
اجرایيه ریيس له افغان سولې د امریکا متحدو ایالاتو په ملاتړ د ټینګار ترڅنګ زیاتوي چې لا هم طالبان په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین پر وړاندې ستر خنډ دي.
ښاغلی عبدالله په دې ناسته کې سولې ته د رسېدو لپاره هیله څرګندوي او وايي:« په هېواد کې د ۴۰ کلنې جګړې ټغر د تل لپاره ټول شي، ځکه جګړو او تاوتریخوالي د اقتصادي پراختیا په برخه کې له افغانانو بې شمېره فرصتونه اخیستي دي.»
هغه افغانستان کې د بیان ازادۍ، د مدني ټولنو د فعالیتونو، د ښځو د حقونو مدافع ادارو، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د میلیونونو نجونو او هلکانو د حضور په ګډون ستر ټولنیز بدلون ته په اشارې وايي:«وسلهوالې ترهګرې ډلې لکه طالب، القاعده او داعش په افغانستان کې د یو بل په همکارۍ فعالیت کوي. خو ټولو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه طالبانو برابره کړې ده.»
اجراییه رییس په دغه اقتصادي ناسته کې ټینګار کړی چې افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا د وصل کوونکي په توګه او د سترو طبیعي زېرمو په درلودلو د یوه نوي او باظرفیته نسل په ظهور سره د پانګونې او اقتصادي پراختیا لپاره ښه فرصتونه لري.
عبدالله عبدالله اردن ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د اردون له چارواکو سره هم لیدلي او د لیدنو پرمهال د افغانستان او اردن ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو، ترهګرۍ سره پر مبارزې او د سولې پر خبرو اترو هم ټنیګار شوی دی.