په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه غړی شهاب الدین دلاور افغان حکومت د افغانانو ترمنځ د خبرو په پيل کې پر ځنډ او د جګړې د دوام مسوول ګڼي.
د طالبانو د قطر دفتر یو بل غړی هم وايي چې د بندیانو د خلاصون بهیر باید وروستی شي او خبرې له یوه ټول ګډونه پلاوي سره پیل شي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي غړی شهاب الدین دلاور وايي:«د تېرو څلورو میاشتو د ټولو خونړیو ضیمه واري د کابل ادارې ته راجع دي؛ د دې لپاره د مارچ په ۱۵مه باید زموږ پنځه زره بندیان ازاد کړي وای او موږ چمتو وو چې د هغوی زر بندیان په لسو ورځو کې ازاد کړو.»
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځينو غړو په آنلاین توګه د ځينو سیاسي څېرو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
په پروګرام کې له سولې وروسته د نظام، د ښځو د حقونو په تېره بیا د هغوی د زده کړې د حق او ټاکنو په تړاو هم خبرې وشوې.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي غړي دین محمد حنیف وویل:«ایا منځپانګه مهمه ده او که نوم؟ زه وایم چې دواړه مهم دي. ځکه چې اسلامي امارت، یو برحاله حاکمیت دی او اسلامي نظام باید عملاً حاکم وي.»
ښاغلي دلاور هم زیاته کړه:«ښځه حق لري چې په اسلامي مقرراتو او افغاني عنعناتو سره سم د هېواد د بهبود او د خپلۍ کورنۍ د اسانې په پار کار وکړي.»
د طالبانو بل غړی نورالله نوري په هېواد کې د تاوتریخوالي د دوام په تړاو، امریکایي ځواکونه د خپلو هوایي بریدونو په دوام سره د دوحې د هوکړه لیک پر نقض تورنوي.
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي غړی نورالله نوري وايي:«په کومه اندازه چې اوس عملیات دي لکه په ځینو پوستو بریدونه او پر ولسوالیو عامه لارو باندې عملیات روان دي دا خو زموږ او د کابل ادارې ترمنځ اوبند نشته.»
خو ولسمشرۍ ماڼۍ طالبانو ته د نیوکې ګوته نیسي او وایي چې دې ډلې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د ولسمشر صدیق صدیقي څرګنده کړه:«نه یې زموږ اسیران ازاد کړل. د طالبانو د تاوتریخوالي کچه وینئ چې کومې کچې ته رسېدلي. ترور، وژنه او پر ملکي کسانو، پر دولتي کارکوونکو، زموږ پر ملایانو او روغتونونو بریدونه همدارنګه دوام لري.»
داسې ښکاري چې د تاوتریخوالو دوام او دغه راز د دواړو لوریو د بندیانو د خوشي کېدو د بهیر نه بشپړېدل؛ د سولې بهیر او د سولې خبرو پر وړاندې هغه دوه اختلافونه دي چې تر اوسه له منځه نه دي تللي.