Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طلوع نیوز د فرانسې خبري اژانس د«کېټ وېب» جایزه ترلاسه کړه

طلوع نیوز د فرانسې د خبري اژانس د «کېټ وېب» جایزه ترلاسه کړه.دغه جایزه هر کال هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې له کړکېچ او جګړه ځپلو برخو څخه رپوټ ورکوي.

د فرانسې د خبري اژانس مسؤولانو دغه جایزه په هانګ کانګ کې د طلوع نیوز مشر لطف الله نجفي زاده،ورکړه.هغوی ویلي چې دغه جایزه د کندز او هلمند ولایتونو له پوښښ او همدارنګه د طلوع او طلوع نیوز ټلوېزیونونو د هغو قربانیو له امله چې تېر کال یې په دغې لاره کې ورکړه، ورکړې ده.

په همدې حال کې د طلوع نیوز مشر ښاغلي نجفي زاده،د فرانسې له خبري اژانس څخه په مننې سره وویل چې طلوع نیوز اطلاع رسونې ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه چې د دغې معتبرې جایزې ترلاسه کولو دا ثابته کړه چې د افغانستان خبریالي د نړۍ په کچه مهمه ده.  

د فرانسې د خبري اژانس مسؤولانو دغه جایزه په هانګ کانګ کې د طلوع نیوز مشر لطف الله نجفي زاده،ورکړه.هغوی ویلي چې دغه جایزه د کندز او هلمند ولایتونو له پوښښ او همدارنګه د طلوع او طلوع نیوز د هغو قربانیانو له امله چې تېر کال په دغې لاره کې ځانونه له لاسه ورکړل، ورکړې ده.

شریک یي کړئ