Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ظریفه غفاري کابل کې له یوه وسله وال برید روغه وتلې

د میدان وردګو ولایت د میدان ښار پر ښاروالې ظریفې غفاري باندې کابل کې وسله وال برید شوی دی په دغه برید کې اغلې غفاري ته زیان نه دی رسېدلی.

مېرمن غفاري طلوع نیوز ته وايي چې نن (یکشنبې د وري په درېیمه) هغه مهال کله چې له دندې د کور ته راستنېده د کابل خوشحال خان سیمې د سپین کلي څلور لارې ته نږدې، نا پېژانده وسله والو له یوه کرولا ډول موټر څخه پرې ډزې کړې دي.

د مېرمن غفاري کور په کابل کې دی او هره ورځ له کابله میدان ښار ته د خپلې دندې لپاره ځي.

هغه وايي چې په نننۍ ډزو کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.

تراوسه مشخصه نه ده چې پر مېرمن غفاري باندې د چا له خوا برید شوی دی.

ظریفه غفاري ۲۵ کلنه ده او څه باندې یو کال کېږي چې د میدان ښار د ښاروالې په توګه کار کوي.

هغې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه د زړورې ښځې جایزه هم ترلاسه کړې ده.

هغې له طلوع نیوز سره په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي چې په خواله رسنیو کې د ځینو کسانو لخوا ګواښ شوې ده.

شریک یي کړئ