Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عامې روغتیا وزیر:د سرې غوښې ډېره کارونه د زړه د ستکې لامل کېږې

د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي چې د غوايي،پسه او نورو څارویو غوښې څخه ګټه اخیستنه بېلابېلې خطرناکه ناروغۍ رامنځته کوي.

دغه وزارت زیاتوي چې  د سرې غوښې ډېره کارونه حتا په ځوانانو کې د زړه سکتې رامنځته کولای شي.

د عاعې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل:«د غوښ د مصرف زیاتوالي د نورو ستونزو ترڅنګ د دې لامل شوی چې حتا ۳۰ تر ۴۰ کلنو ځوانان د زړه له سکتې سره مخامخ شي.»

دا د کابل د نوي ښار د قصابۍ کوڅه ده چې ډېری قصابان وايي مشتریان یې په اوونۍ کې تر څلور ځله له دوی غوښه اخلي.

د کابل ښار یو تن له قصابانو څخه محمد سلیم وايي:«د ورځې له ۷۰ تر ۹۰ کیلو غوښه پلورو.»

هغه کسان چې د غوښې د پېرودلو لپاره دغو قصابانو ته ورځي وايي چې مېلمنو ته پر دسترخوان د غوښې ایښودل مېلمنو ته یو ډول درنښت دی.

خو د پلازمېني یو شمېر ترکاري پلورونکي وايي که څه هم په هېواد کې بېلابېل سابه موندل کېږي خو دغو توکو ته خلک دومره لېوالتیا نه‎لري.

د پلازمېنې یو تن ترکاري پلورونکي کوچي وویل:«د دې سر بېره چې زموږ هېوادوال پوهېږي چې غوښته ډېر زیانونه لري،او په خپله افغانستان هم د ترکارۍ ښه تولیدات لري،خو زموږ ډېری هېوادوال غوښه کاروي او له ترکارۍ او سبو څخه استفاده نه کوي.»

د عامې روغتیا وزارت د غوښې او هغو خوړو مصرف چې ویټامینونه او منرالونه نه پوره کوي په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د کچې د لوړېدو لامل بولي.

له بلخوا دغه وزارت د یوې مقررې د برابرولو خبره هم ورکوي چې په اجرا کېدو سره به یې د هغو خوړو چې لازم ویټامینونه او منرالونه نه‎لري مخنیوی وشي.

شریک یي کړئ