د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د سولې له بهیر سره د طالبانو د څو تنو مشرانو او قومندانانو له احتمالي یوځای کېدو څخه خبر ورکوي.
د نوموړي په خبره یاد کسان چي شمېر یی کابو ۲۰ تنو ته رسېږي د طالبانو په لیکو د والیانو قومندانانو او آن د وزرات دندي ور په غاړې وې.
د هېواد سوېل لوېدیځه حوزه چي د څو کلنو را په دې خوا د حکومت او وسله والو ډلو تر منځ د جګړي شاهده وه.
خو د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي: دوی په دې ورستیو کې توانېدلي چي د وسله والو طالبانو له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره اړیکي ونیسي او دا کسان يې چمتو کړي چي له جګړي لاس واخلي او د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کي خپل عادي ژوند کولو ته دوام ورکړي.
ښاغلي رازق په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د طالبانو د دغه مشرانو سره اړیکې ونیولې او دوی ته مو ډاډ ورکړ چي دوی کله له جګړي څخه لاس واخلی، د دوی له لوري به هېڅ ډول ستونزه نه ورته جوړېږي او چېرته یې چې زړه وغواړي هلته خپل ژوند کولو ته ادامه ورکړلای شي.»
د هېواد په سوېل کې دا نفوذ لرونکی جنرال ټینګار کوي هغه کسان چې له حکومت سره یوځای شوي د وسله والو طالبانو په لیکو کې یې مهمې دندې درلودې.
جنرال رازق څرګنده کړه:« دغه کسان چي اوس راغلي دي او جګړه يې پرېښي ده. دا د طالبانو ډېر مهم غړي دي ، د ولایتونو والیان قومندانان، او ان وزیران هم پهکي شامل دي. یو او دوه کسان يې د کوټې د شورا د ځینو کمېسونونو غړي هم دي.»
د نوموړي په خبره یاد کسان د خپلې خوښې په سیمو کي ژوند کولای شي او د نوموړي له لوري دوی ته د ژوند کولو ټولې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.
د جنرال عبدالرازق په خبره له حکومت سره د وسله والو طالبانو د یادو مهمو غړو په یو ځای کولو کي د سولي عالي شورا هېڅ ډول رول نه لاره ، او د یو شمېر قومي مشرانو په منځګړیتوب له حکومت سره یوځای شوي دي.
د کندهار امنیه قوماندان وايي:« دا کسان د همدغې سیمې اوسېدونکي دي. او ځیني یې جهادي قومندانان دي چې بیا یې د طالبانو په لیکو کي فعالیت درلود، له موږ سره د قومي مشرانو په منځګړیتوب یو ځای شوي دي. او د یادو مهمو کسانو په یو ځای کېدو کې د سولې عالي شورا هېڅ ډول رول هم نه درلود.»
سیاسي شنوونکي وايي د طالب وسله والو ډلو او پاکستان حکومت تر منځ ژور اختلافات رامنځ شوي دي او حکومت باید له دې فرصت څخه ګټه پوره کړي.
د سیاسي چارو شنوونکی حکمت الله حکمیتي:«اوس د طالبانو او د پاکستان تر منځ اړیکي ترینګلي شوې دي، او یو پر بل یی باور له لاسه ورکړی او طالبان په دې پوهېدلي چي پاکستان د دوی تر منځ اختلافونه رامنځته کړي دي نو حکومت باید له دي فرصت څخه عاظمي ګټه پورته کړي.»
د کندهار امنیه قوماند ان وايي یاد کسانو د هېواد په سوېل او په یو شمېر مرکزي ولایتونو کي فعالیتونه تر سره کول ، د دوی په یو ځای کېدو سره په یادو ولایتونو کي د وخت په تېرېدو سره امنیتي وضیعت هم کابو کړای شي.