Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالرشید دوستم په رسمي توګه د افغانستان مارشال شو

جنرال عبدالرشید دوستم ته په رسمي توګه د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه او نوموړی د افغانستان دریم مارشال شو.

هغه مراسم چې ته نن(چهارشنبې د چنګاښ په ۲۵مه نېټه) جوزجان کې جوړ شوي وو په ترڅ کې یې ښاغلي دوستم مډال ورکړل شو.

دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو.

د ولسمشر غني د دفتر رییس، شاکرګارګر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې فرمان ولوست.

په فرمان کې راغلي:«د هېواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته د هېواد کې د سیاسي بندون هواري، ثبات تامین او خدمتونو لپاره د مارشالۍ رتبه اعطا کوم.»

دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل چې افغانستان اوس مهال حساس او خطرناک پړاو کې دی.

ده وویل چې له یوې خوا هېواد کې د سولې لپاره هڅې روانې دي او له بلې خوا د تاوتریخوالیو کچه لوړه شوې ده.

عبدالله عبدالله همداراز زیاته کړه چې د بندیانو تبادلې موضوع به هواره شي او  سولې ته د رسېدو لپاره باید هېڅ پلمه پاتې نشي.

دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی دی.

شریک یي کړئ